1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ريشتر ۶.۵ درجې زلزلې د ایران سویل ولړزاوه

۱۴۰۰ آبان ۲۳, یکشنبه

د ایران حکومتي تلویزيون د يکشنبې په ورځ په دغه هیواد کې د ريشتر په کچه د ۶.۵ درجې په شدت زلزلې خبر ورکړ. رويټرز خبري اژانس وايي چې زلزله د ایران بندر عباس ښار ته نژدې د ایران سويلي ولایت هرمزګان کې شوې ده.

Erdbeben Iran
په ایران کې زلزله - د آرشیف انځورانځور: Reuters

يوه ځايي چارواکي د ایران حکومتي تلويزيون ته وویل: «زلزله د ایران د سويلي ښار هرمزګان په مختلفو ښارونو کې احساس شوې ده.»

دغه تلويزيون ويلي دي چې سیمه ته دوه ټکانونه ورکړل شوي او د ژغورنې ټیمونه هم سیمې دته استول شوي دي.

د اروپا مدیترانې د زلزلې پيژندې مرکز (EMSC) هم دغه پيښه تائید کړې ده. دغه نړیوال سازمان په لومړنیو اندازه ګیرو کې د زلزلې شدت ۶.۱ درجې او ژوروالی يې ۱۰ کیلومتره ښودلی دی. تر اوسه پورې د زلزلې په پایله کې د تلفاتو او خساراتو په هکله رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

په خبر کې په سملاسي توګه د پيښې د زیانونو او تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب