د ریو + شل غونډه پای ته ورسیده
۱۳۹۱ تیر ۲, جمعهاعلان
په اروپايي ټولنه کې د چاپیریال ساتنې کمیسار یانیس پوتوسنیک د ریو دي ژینیرو، کي د دوامداری ودې په اړه د غونډي د نتایجو څخه دفاع وکړه او د چاپېریال ساتنې د سازمانونو هغه خبره ئې رد کړه چې ګواکي په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې ډېر پرمختګونه نه دي سوي. پوتوسنیک په برازیل کې وویل چې د دوی دغه ادعا عادلانه نه ده. خو بیا هم د اروپایي ټولنې هیوادونو د لا زیاتو لاس ته راوړنو هیله درلوده. نن به د غونډی په وروستۍ ورځ د آلمان د چاپېریال ساتنې وزیر پیتر التمایر، دغې غونډی ته یوه وینا وکړي.