د زابل اوسيدونکي د بيا رغوني د پڅ بهير څخه سرټکوي
۱۳۸۹ آذر ۲۴, چهارشنبهد زابل ولایت د شاه جوی ولسوالی چه د دغه ولایت شرق پلو او کابل کندهار پرلویه لار پرته ده نسبتا سرسبزه او کرهڼیزه ولسوالی ده ولي اوس يې سرسبزي وچکالۍ ځپلې.
د دغی ولسوالی اوسیدونکی د بیا رغونی د کارونو د پڅ بهیر او له بلی خوا هم دغی ولسوالی کی د ګوتو په شمار د بیا رغونی د پروژو د بې کیفیته او بې کمیته کارونو څخه لاس په سر دي.
همدارنګه د زابل د شاه جوی د ولسوالی یو بل تن ځوان هم دغی ولسوالۍ کښی د دا ډول بیا رغوني د پروژو له لاري ځوانانو ته د کار او روزګار د پیداکیدو غوښتنه لري اونوموړی هم د پروژو دا ډول بې کیفیته کارونه غندي.
د هغوی په خبره د يوې خوا دلته کارونه نه تر سره کيږي بيا چي تر سره سي کفيت يې ښه نوي.
د نوموړي ولسوالۍ د کلیو پراختیا د څانګي مسؤل انجنیر رحیم داد هم تر یوه حده د خلګو نیوکی او وړاندیزونه پرځای بولی.
هغه وای« اوس مهال دوی دغی ولسوالی کښی دوې پروژې لري، او نور هم په تلاښ کي یو چي د کلیوپراختیا لوړ پوړو چارواکو ته سترګی په لیاره یو ترڅو ولسوالیو ته خپلی پراختیای پروژی وغځوی .
دی سره به له یوې خوا مو خلکو ته د کار او روزګار زمینه برابره کړې وي او له بلی خوا محلی حکومت داري لیري پرتو سیمو ته غځولي وي.»
د یادونی وړ ده اوس مهال چه په نسبی توګه جنوب غرب حوزی کښی امن تامین سوی د ښی حکومت داری پروګرامونه لیری پرتو ولسوالیو ته د غځیدنی په حال کښی دی.
حکمت الله اسلمي/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زیارمل