1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زابل قومي مشرعبدالمجید خان ولي د طالبانو سره یوځای سو؟

۱۳۹۹ تیر ۸, یکشنبه

د زابل د امنیه قومندانۍ ویاند لعل محمد امیري نن المان ږغ دویچه ویله ته وویل ، قومي مشرحاجي عبدالمجید خان اکا څلور ورځي ترمخه خپل کلي ته تللی او له وسله والو طالبانو سره یوځای سوی دی.

Taliban-Sprecher Sabiullah Mudschahid
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa

مجید خان په زابل ولایت کي یو له دولت پلوو مخورو قومي مشرانو څخه دی، چي تل به يې په ولایت مقام او نورو دولتي غونډو کي د دولت په پلوۍ خبري کولې.

ویل کیږي، چي نوموړی په تیرو کلنو کي یوه دوره د زابل په ولایتي شورا کي هم وکیل پاته سوی دی، مګر د زابل د ولایتي شورا اوسنی رییس عطاء جان حقبیان بیا داخبره نه مني او وايي: « له طالبانو سره یوځای سوی مخور یوازی قومی مشر ؤ.» 

د زابل ولایتي شورا یو بل غړی، چي نه غواړي نوم او ږغ يې خپور سي، رسنیو ته ویلي، یاد قومي مشر د ډېره وخته څخه له وسله والو طالبانوسره ارتباط درلود او ان ځیني وخت يې طالبانو ته وسلې او مهمات هم چمتو کول.

« څو واري موږ ته اطلاعات رسیدلي دي، چی مجیدخان اکا له وسله والو طالبانو سره یوازي ارتباط نه لري، بلکي ځینی وخت هغوی ته وسلې او نور امکانات هم چمتو کوي، خو زموږ زړه ته نه لوېدل »

وسله والو طالبانو نن (یکشنبه ) په یوه خپره سوې اعلامیه کي تايید کړې، چي قومي مشر اود زابل د ولایتی شورا مخکنی غړی د دوی سره یوځای سوی دی.

د زابل په مرکز کلات کي مدني فعال محمد افضل وطندوست، دطالبانو سره ددغه قومي مشر د یوځای کیدو خبره د سولي له بین الافغاني سره په ارتباط کي بولي او دا تر بریالۍ خبرو وروسته د وسله والو طالبانو سره په ګډه یوه جوړېدونکي دولت کي د ځان لپاره د مناسبي چوکۍ ترلاسه کولوکوښښ بولي. دی وايي: «دا چي بین الافغاني خبرو ته ورځ تربلي وخت رانژدې کیږي، ډېرامکان لري، چي وسله وال طالبان په دولت کي ورګډ سي. زما په اند یوشمیر دغسي قومي او مخور کسان، چي غواړي ځان ته په راتلونکي ګډ دولت کي د وسله والو طالبانولخوا یو مناسب ځای پيداکړي، نو اوس لا د وسله والو طالبانو سره یوځای کیږي.» 

د طالبانو سره د یوځای سوي قومي مشر کورنۍ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

زابل د هیواد په سویل کي د کابل کندهار پر لویه لار پروت یو ناامنه ولایت دی، چي تراوسه یې د یوشمیر ولسوالیو ځیني سیمي او یوه بشپړه ولسوالي د( خاک افغان) په نامه د تقریبأ ۱۹ کالو راهیسي د وسله والو طالبانو په لاس کي ده.

د زابل اکثره خلک په کښت او کرونده بوخت دي.

 د زابل بادام نړۍ وال شهرت لري او هرکال د (بادام ګل) په نامه په لسهاوو شاعران او لیکوالان په لویه پسرلنۍ مشاعره کي سره راټولیږي.

محمد ابراهيم سپيڅلی

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل