1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ دسقوط په اړه ضد او نقیض راپورونه

۱۳۹۸ دی ۲۸, شنبه

ویل کیږي چې تېره شپه د طالبانو یوې ډلې د زابل ارغنداب ولسوالۍ پر مقر برید کړی او ولسوالۍ سقوط کړی دی. یاده ولسوالۍ داسي مهال سقوط کوي چې همدا اوس د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې نهايي کیدو ته نیږدې شوي دي.

Afghanistan Anschlag auf Krankenhaus in Sabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Wali Sarhadi

په زابل ولایت کې یوه امنیتی سرچینه، چې نه غواړي نوم او ږغ يې خپور سي، المان ږغ دویچه ویله ته وویل چې تر یوڅه مقاومت وروسته د ارغنداب ولسوالۍ ۱۶ ملي پولیس له خپل قوماندان سره یوځای وسله والو طالبانو ته تسلیم سوي دي. سرچینه وايي، وسلې او مهمات هم د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي. یادې سرچینې دویچه ویله ته وویل: » وسله والو طالبانو برايي ماښام یوه بجه د ارغنداب ولسوالۍ پر مقر بریدونه کړي او یاد کسان ورته تسلیم سوي دي. وسلې يې هم وسله والو طالبانو ته ورکړي دي.«

د زابل د ولایتي شورا مرستیال اسدالله کاکړ هم په دغه ولسوالۍ کي د یادو پولیسو دتسلیمدو خبره مني، خو وايي د ده د معلوماتو له مخي ټولې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او هلته د ملي اردو بشپړ کنډک موجود دی او مقاومت اوس هم چي د ورځي ۱۲ بجې دي دوام لري. نوموړي وویل: »له ملي پولیسو سره جګړه نه ده سوې یوازې قومندان له خپلو ۱۶ ملګرو سره وسله والو طالبانو ته تسلیم سوی دی. هلته دملي اردو کنډک موجود دی، چي لا تراوسه هم مقاومت کوي.«

یوه بله سرچینه بیا وايي، چې په ارغنداب ولسوالۍ کي دشپې له یوې بجې راهیسې سخته جګړه روانه ده، چې مرستندویه ځواکونه هم ورته رسیدلي دي. دغې سرچینې هم د نوم نه ښولو په شرط دویچه ویله ته وویل، یوشمیر افغان سرتیرو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د تلفاتو د کره شمېرې په اړه اوس څه نه سي ویلای. نوموړي وویل: »دواړو خواو ته تلفات اوښتي دي، مګر دقیق شمیره اوس راسره ځکه نه سته، چې هلته لا جګړه روانه ده، چې یوازې د ملي اردو سرتیري په جګړه اخته دي.«

بل لوري ته د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال بیا وايي، دوی ته دیادي ولسوالۍ د جګړې په اړه یوازې اوازې رسیدلي دي، مګر نورمعلومات دا ګړی په لاس کي نه لري. د سیال په خبره له امنیتي مسؤلینو سره په تماس کي دي، چي د کره معلوماتو ترلاسه کولو وروسته به رسنۍ هم خبري کړي. سیایل دویچه ویله ته وویل: »موږ ته هم داسي اوازې رارسیدلي دي، موږ د امنیتي مسؤلینو سره په تماس کي یو،هر وخت، چي کره معلومات په لاس راغلل،نو له خبریالانو سره به يې شریک کړو.«

وسله والو طالبانوهم رسنیو ته په لیږل سوې خبرپاڼه کي لیکلي، چی د زابل ارغنداب ولسوالی يې نیولې، دوه قومندانان له خپلو ۱۶ پولیسو سره دوی ته تسلیم سوی دي.  طالبان وايي، ۳۰ میله سپکي او درنې وسلې هم د دوی ملګرو ته په لاس ورغلي دي.

انځور: Reuters

خو د زابل د والي ویاند وايي، داکیدای سي، د وسله والو طالبانو تبلغات وي.

په زابل کي روڼ اندي او مدني فعالان له دولته غواړي، چي مسلکي امنیتي مسؤلین ناامنو سیمو ته ولیږي او ترڅنګ د پولیسود پروخت معاش او تجهیزاتو غم هم وخوړل سي، ترڅودغسي مهمي سیمي له سقوط څخه پر وخت وژغورل سي.

عبدلقیوم هیوادپال په زابل ولایت کي یوتن مدني فعال همدغه خبره کوي او وايي: «تر څو چې مسلکي کسان پر دندو ونه ګمارل سي اوپولیس د معاش ترڅنګ په وسلو اومهماتو مجهز نه سی، نو داستونزي به رواني وي.«

ارغنداب د زابل ولایت یوه ناامنه ولسوالی ده، چي څو ځله ترمخه هم د وسله والو تربریدونو لاندي راغلې وه. دغه ولسوالۍ داسې مهال د طالبانو له لوري سقوطیږي چې همدا اوس د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د توافق د لاسلیک کولو او مراسمو پر څرنګوالي خبرې او مذاکرات روان دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب