1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د زاپروږیا د محافظتي ساحې رامنځته کیدو هڅه

۱۴۰۱ مهر ۲۷, چهارشنبه

د بین المللي اټومي انرژۍ آژانس د رئیس، رافاییل ګروسي په خبره هغه به د روسیې له خوا اشغال سوي زاپروږیا اټومي دستګاه له پاره په اوکراین کي د یوې محافظتي ساحې د رامنځته کیدو خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي.

Ukraine | Rafael Mariano Grossi
انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance

ګروسي رویترز خبري آژانس ته وویل: د دې امکان موجود دی چي هغه به د دې مطابق یوې معاملې پخاطر روسیې او اوکراین ته سفر وکړي.

هغه وايي، چي د محافظتي ساحې د رامنځته کید په باب دغه ډول خبري او یوه معامله د زاپروږیا د اټومي دستګاه او د هغه په شاوخوا کي د وضعیت د سمیدو د یوې کیلۍ ارزښت لري.

د اروپا د اټومي انرژۍ دغه دستګاه پر اوکراین د جنګ په جریان کي په تکرار سره تر فیرونو او متقابلي حملې لاندي راغلې، چي مسکو او کیف یې یو پربل باندي مسؤلیت اچوي.  
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب