1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان بری او د راشد خان نوی ریکارډ

۱۳۹۹ اسفند ۲۴, یکشنبه

افغانستان د متحده عربي اماراتو په ابو ظبي ښار کې د زمبابوې پر وړاندې د ټیسټ لوبو لړۍ په دوهمه لوبه کې زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره د لوبو دغه لړۍ مساوي کړه. په دغه لوبه کې راشد خان یو بل نړیوال ریکارډ هم په خپل نامه کړ.

Bangladesch Cricket Testspiel Bangladesch vs. Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/STR

د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د زمبابوې او افغانستان ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لړۍ د افغانستان تر بریا وروسته په مساوي توګه پای ته ورسیده. افغانستان د زمبابوې پر وړاندې په دوهمه لوبه کې د حشمت الله شهید د ۲۰۰ منډو او کپتان اصغر افغان ۱۶۵ منډو په مرسته او همدا راز د راشد خان د غوره توپ اچونې پر مټ بری خپل کړ.

د ټسټ په دوهمه لوبه کې افغانستان په لومړۍ پاڼۍ [انینګز] کې سیالې لوبډلې ته د ۴ لوبغاړو په له لاسه ورکولو د ۵۴۵ منډو هدف وټاکه او سیاله لوبډله یې په لومړي انینګز کې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۸۷ منډې وکړې چې په مقابل کې یې افغانستان سیالې لوبډلې ته د دوهم وار بیټ یا توپ وهنې وړاندیز وکړ.

د راشد خان نوی ریکارډونه

راشد خان چې د پاکستان په سوداګریز لوبو یا پي اس ال کې ټپي شوی وو، د دې لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې حضور نه درلود. افغانستان د زبمبابوې پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه بایللې وه. د ټیسټ په دوهمه لوبه کې افغان لوبغاړو په ښې لوبې کولو سره سیالې لوبډلې ته سرخوږی جوړ کړی وو.

انځور: Getty Images/F. Nel

راشد خان په دغه لوبه کې د ډیرو اورونو یو بل ریکارډ هم په خپل نامه کړ. راشد خان چې لا هم له خپل ټپه په بشپړه توګه نه دی رغیدلی، ټولټال ۹۹،۲ اورونه وکړل او په دې توګه یې د آسترالیا د نامتو توپ اچووونکي شین وارنر پخوانی ریکارډ مات کړ او په ۲۱ پیړۍ کې په یوه ټیسټ لوبه کې د ډیرو اورونو کولو د لوبغاړي لقب یې خپل کړ. سربیره پر دې راشد خان د ابو ظبي سن شاین ټېسټ لوبلړۍ په دویمه لوبه او دویمه پاڼۍ کې و توانېد چې د زمبابوې اوه لوبغاړي وسوځوي، چې په دې سره راشد خان د افغان لوبغاړو ترمنځ په کریکټ کې په یوه پاڼۍ کې د ډیرو ویکټو د ترلاسه کولو یو بل ریکارډ ثبت کړ.

افغانستان د خپلو شپږ ټیسټ لوبو له جملې څخه درې ګټلي دي او درې نور یې بیا بایللي دي. ټاکل شوې چې تر دې لوبو وروسته به په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو یوه بله لړۍ هم پیل شي. د مهالویش سره سم د دغو لوبو لومړۍ لوبه یې د همدې روانې مارچ میاشتې په ۱۷ نیټه پیلیږي او وروستۍ یې بیا د مارچ میاشتې په ۲۰ نیټه ترسره کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب