«د زورواکو د قضيو په څېړلو کي ناغېړي کيږي»
۱۳۹۱ بهمن ۳۰, دوشنبهد ولایتي شورا غړي مفتي معین شاه حقاني وايي، چې داسې کره معلومات په لاس لري چې د ننګرهار قاضیان او څارنوالان د یو شمیر زور واکو په قضیو کې پاته راغلي دي.
هغه په ورته وخت کې پر څارنوالانو او قاضیانو دا نیوکه هم کوي چې د غریبانو په ربړولو او محکومولو کې ډیر چټک دي.
د ننګرهار د استناف څارنوالۍ رئيس څارنمل عبدالقیوم خان له دويچه ويله سره په خبرو کې د دغو ادعاو د ردولو ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د ولایتي شورا یاد غړی که پر دوی باندي دعوه لري ثبوت دې وړاندې کړي:
«هرڅوک چې ادعا کوي هغه بايد يو ثبوت وړاندي کړي. دلته هيڅ داسي قضيه نشته چې په هغې کي دي ناغېړي شوې وي.»
خو کله چې د استناف څارنوالۍ له دغه چارواکي څخه د ولایتي شورا د یوه بل غړي د هغي قضيې په اړه چې د عدلي او قضايي ارګانونو د محکمې سپکاوی پکښې شوی وو او بیا يې محکمې څارنوالۍ ته د نیولو امر کړی و وپوښتل؟ هغه وويل:
«دغه خبره محکمې بيرته اخيستې ده. قاضي صاحب موږ ته د هغه د نيولو امر کړی وو بيا دوی بيرته خپله خبره واخيسته.»
شننونکی محمد انور سلطاني په دې باور دی چې په ټولنه کې شته ستونزي که له یوې خوا د حکومت ناغیړي ده نو له بلې خوا د هغه په خبره د نظارت کوونکو ډلو ده چې دلته د ولایتي شورا کم ظرفیتي او ناغیړي هم کیدای شي:
«ولايتي شورا خپله و نسوای کولای چې ځان خپلواک کړي. د ولايتي شورا بې کفايتي له يوې خوا روابط له بلي خوا، د زورواکو تاثيرات له بلي خوا نو دغه عوامل دي چې څارنوالي، محکمه يا نوري ادارې خپل کار په سمه توگه نشي ترسره کولای.»
هغه زياته کړه چي که د ولایتي شورا دا ګام چې په خبره يې د چارواکو د اصلاح له پاره پورته کیږي ګټور وباله. سلطاني وویل اوس هم وخت تیر نه دی کچیرې يې دغه څرګندونې د اصلاح له پاره وي د ستاینې وړدي.
د ننګرهار د ولایتي شورا دغه غړی پر قاضیانو او څارنوالانو باندي دا نیوکه پر داسې مهال کوي چې د دوي د وکالت په دوره کې د نوو بدلونونو سره هم یو کال موده پاته ده چې د شننونکو په باور دغه چاره يې د خپل بیا ځلي کاندیداتورۍ او خلکو کې د محبوبیت پيدا کولو په معنی هم کیدای شي.