1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سالنګ پېښه؛ د مرګ ژوبلې شمير کابو ۷۰ تنو ته رسېدلی

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آذر ۲۸, دوشنبه

د سالنګ په تونل کې د یوه ټانګر د چاودنې او وروسته د اور لګیدونو له امله په تونل کې بندو لسګونه مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده. طالبان وایي، د اور وژنې عملیات پای ته رسېدلي، خو لا هم د سالنګ تونل تړلې دی.

Salang Tunnel und Salang Pass
انځور: DW

 وړمه شپه د (د ۲۰۲۲م کال د دسمبر ۱۷ مه) د پروان ولایت اړوند د سالنګ په تونل کې د تیلو د یوه ټانکر د چاودنې له امله ګڼو  کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او د یو شمېر سوځیدلو کسانو په ګډون لسګونه مسافر په تونل کې بند پاتې دي.

ویل کیږي چې پرون ناوخته په «ډبرو سکرو» بار د يوه بل موټر د اور اخيستو په پېښه کې هم په تونل کې  بندو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ادارې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخیل دویچه ویله ته وویل، چې د سالنګ په پېښه کې ۳۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او ۳۷ کسان یې ژغورلې دي.

طبي کارکوونکي په سالنګ تونل کې د شوي پېښې قربانیان انتقالويانځور: FARID TANHA/AFP/Getty Images

نوموړی وایي چې روغتیایي ټیمونه لا هم په سیمه کې دي او د بیړنۍ وضعیت لپاره چمتوالی لري:« زموږ د بغلان ولایت او پروان ولایت روغتیایي ټیمونه او مسؤلین په سیمه کې دي، که خدای مه کړه داسې حالت رامنځته کیږي، چې په تونل کې زموږ کارکوونکي متضرر کیږي، نو د هغوی له پاره د روغیتایي ټیمونه یو کمپ جوړ شوی.»

اړوند مطلب: د سالنګ په پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شوي

د پروان له پاره د طالبانو والي ویاند حکمت الله شمیم دویچه ویله ته وویل، چې د سالنګ په پېښه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۳۲ ټپیان دي.

هغه وایي: «جنوبي سالنګ کې ۱۲ کسان او شمالي سالنګ کې ۸ کسان شهیدان شوې دي، په جنوبي سالنګ کې ۲۴ او شمالي سالنګ ۸ کسان ټپیان شوې دي.»

شمیم وایي، د مختلفو ادارو او روغتیایي ټیمونو له لورې د ژغورنې عملیات دوام لري او زیاتوي چې دا وروستي ارقام نه دي او ممکن د تلفاتو شمېر زیات شي.

د طالبانو ادارې د ټولګټو چارو وزارت ویاند حمیدالله مصباح بیا دویچه ویله ته وویل، چې په سالنګ کې یې د اور وژنې عملیات پای ته رسولي، خو وایي چې لا هم د سالنګ لاره تړلې ده.

د سالنګ تونلانځور: picture-alliance/dpa/Subel Bhandari

نوموړی وایي، پېښه په سالنګ تونل کې دننه د تیلو د یوه ټانګر د چاودنې له امله رامنځته شوي ده: «اورلګیدنه د وزارت د ټیمونو له لورې کنټرول شوې ده.»

خو غېر رسمي سرچینې وایي، د سالنګ په پېښه کې د مرګ ژوبلې شمېر له هغه څه زیات دی، چې طالبانو اعلان کړی.

اړوند مطلب: د سالنګ لویه لاره د دوو میاشتو له پاره تړل کیږي

د پېښې عیني شاهدان وایي چې په تونل کې بند ډېر انسان سوځیدلي او آن د ځینو جسدونو یې له پیژندنې وتلې دي. په سالنګ کې یو مسافر په یوه غږیز ټیلفوني پیغام کې چې دویچه ویله ته لیږل شوی وایي: «اور پراخ و، څو کوچني کرولا موټر هم سوځیدلې دي. تونل کې ډېر موټر سوځېدلي دي، ډېر انسانان مړه او سوځېدلي دي. څو سوځېدلي موږ خپله راویستل.» 

د سالنګ تونل په لاره مسافرینانځور: DW

په سالنګ کې د واورې اوريدو له امله هوا یخه ده او سلګونه مسافر  د سالنګ دواړو غاړو ته بند پاتې دي، چې د سختې یخنۍ له امله له ستونزو سره مخ شوي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې لا هم د سالنګ تونل تړلی دی او دوی یې اور لګیدنې او ویجاړۍ پاکونې چارې پیل کړې دي. د دغه وزارت ویاند له دواړو خواوو ته له مسافرو څخه غواړي، چې د سالنګ په لاره له سفر کولو څخه ډډه وکړي.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل