د سایبریا په ځنگلونو کې اوس هم اور بل دئ
۱۳۹۱ مرداد ۷, شنبهاعلان
د سایبریا په ځنگلونو کې اوس هم اور بل دئ. د راپورونو له مخې په ځنگلونو کې د اور لگیدنې له امله دغه سیمه تر سخت لوگې لاندې شوې ده او ډیر شمیر ځنگلونه هم سوځیدلې دي.
شاوخوا ۳۰۰۰ کسان د اور د وژلو په هڅه کې دي خو د سختو بادونو له امله د یو شمیر ستونزو سره لاس او گریوان دي. د راپورونو له مخې په یو شمیر کلیو کې کورونه هم سوځیدلي دي او په ځینو سیمو کې ودانۍ د سوځیدو له خطر سره مخامخ دي. لا تر اوسه پورې د مرگ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.