1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د سرای شهزاده مارکېټ چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۱ فروردین ۱۴, یکشنبه

د پلازمېنې کابل په زړه کې د پیسو د تبادلې په تر ټولو ستر مارکیټ سرای شهزاده کې چاودنې لږ تر لږه ۱۵ تنه ټپیان کړي دي. دغه خبره يوه عيني شاهد کړې ده.

Afghanistan Falschgeld FLASH Galerie
انځور: AP

د چاودنې لامل سمدلاسه معلوم نه وو او هيچا يې پړه هم تر اوسه پورې منلې نه ده. طالب چارواکو په دې اړه سملاسي څرګندونې هم نه دي کړې.

د اسوشيتد پرېس په تلويزيون کې د پېښې په ځای کې داسې ژوبل شوي کسان ليدل کيږي چې د لارويانو له خوا له صحنې وړل کيږي. ويس احمد چې يو صراف دی، وويل چې چاودنه په مارکېټ کې دننه شوې ده چېرته چې صرافان په خپل کار بوخت وو. خو د چاودنې پر مهال دغه مارکېټ اصلاً تړلی وو.

دغه چاودنه د مياشتو راهيسې په کابل کې لومړۍ چاودنه وه. طالب چارواکو تقريباً په ټول هېواد کې امنيت ټينګ کړی دی او په کابل کې په لسګونو پوستې لري. تر ټولو ستر ګواښ طالبانو ته د داعش ډلې له خوا متوجه دی. طالبانو د دغې ډلې په وړاندې د افغانستان په ختيځ کې عمليات هم کړي دي.  

ځینو رسنیو بیا د چاودنې په پایله کې د یوه کس د وژل کیدو خبر هم ورکړی دی. د دې خبر جزئیات د بشپړیدو په حال کې دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب