1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

د سرطان واکسین آزموینه به سږ کال پیل شي

۱۴۰۱ اسفند ۱, دوشنبه

د بايونتيک شرکت د مالکينو اوزلم توره چي او اوګور شاهین، په ګډو هڅو سره د سرطان جوړ شوی واکسین به سږکال په بريتانيا کې پر لومړیو ناروغانو تطبيق شي. تر ۲۰۳۰م کال پورې دغه واکسین به د سرطان د درملني په برخه کې وکارول شي.

Cancer Research I Impfstoff I Krebs I Prof. Ozlem Tureci und Prof. Ugur Sahin
انځور: Jasper Jacobs/BELGA/dpa/picture alliance

د بايونتيک شرکت د مالکينو اوزلم توره چي او اوګور شاهین، په ګډو هڅو سره د سرطان جوړ شوی واکسین به سږکال په بريتانيا کې پر لومړیو ناروغانو تطبيق شي. د دوی په وینا تر ۲۰۳۰م کال پورې کيدای شي دغه واکسین د سرطان د درملني په برخه کې وکارول شي.

د آلمان په ماينڅ ښار کې د درمل جوړولو شرکت بايونتيک د سرطان پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خورا مهم ګام پورته کړی دی.د دغه شرکت د اعلان له مخې، د mRNA» « تولید شوي واکسین به ډیر ژر بازار ته راووځي.

آیا نوی هندی واکسين به ښځي د رحم له سرطانه وساتي؟

د شپیګل مجلې د رپوټ په حواله، دغه واکسين به په بريتانيا کې پر زرګونو ناروغانو سږکال و ازمويل شي. د دې تصویب له پاره د واکسین د کشف، د سرطان ډول او د ازموینې ځای له پاره نوماندان غوره شوي دي.

انځور: Ismat Jabeen/DW

بايونتيک هوډ لري چې د خپل بريتانوي شريک، Pfizer سره پري يو ځای کار وکړي، ترڅو ژر تر ژره دغه واکسین د درملني بهير ته داخل شي.

اوګور شاهین شپیګل ته وویل: «د دغه واکسین د تولید تخنیک ډېر پرمختګ کړی دی، د بېلګې په توګه په ۲۰۱۴م کال کې موږ له دریو څخه تر شپږو میاشتو پورې وخت درلود چې د انفرادي ځانګړتیاوو پر بنسټ د سرطان واکسین جوړ کړو، خو اوس دا وخت له څلورو څخه تر شپږو اونیو پورې دی.» د هغه په ​​وينا، هدف يې دا دى چې دغه موده له څلورو اونيو کمه شي.

افغانستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پېل شوی

توره چي، وويل چې په ځينو ناروغانو کې تر ازموينې لاندې د بالينيز يا د درمليز فعاليت نخښې ليدل شوي دي. دا په دې مانا ده چې د دوی معافیتي سیسټم فعال دی. په ځینو ناروغانو کې، سرطان د پام وړ کم شوی یا په بشپړه توګه ورک شوی دی او د ناروغۍ بيرته راگرځېدل هم خورا لږ دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل