د برلیناله غوره جایزه ایراني فلم جوړوونکي ته ورکړل شوه
۱۳۹۳ بهمن ۲۶, یکشنبهد فلمونو په نړیوال برلیناله فیستیوال کې ایراني فلم جوړوونکي جعفر پناهي، ته د سرو زرو د خرس جایزه ورکړل شوه خو هغه خپله د جایزې د ترلاسه کولو له پاره برلین ته نه وو راغلي ځکه دغه ۵۴ کلن ایراني فلم جوړوونکی له ایران څخه د وتلو اجازه نه لري. پر دې سربیره ایراني چارواکو پر پناهي باندې شل کلن بندیز لگولی دی چې په دغه موده کې هغه نه شي کولای فلمونه جوړ کړي.
د پناهي فلم «تکسي» نومیږي چې په کې په تهران کې د یوې تکسې د بیلابیلو سپرلیو کیسو ویل شوي دي. هغه کسان چې د پناهي په تکسيٍ کې سپریږي، هنرمندان نه دي او په فلم کې یې هویت نه بربنډیږي. په تکسي کې سپره یوه سپرلۍ د پناهي وریره وه چې د هغه په استازیتوب برلین ته د سرو زرو د خرس جایزې تر لاسه کولو په موخه راغلي وه.
د برلیناله دویمه تر ټولو غوره جایزه چیلي فلم جوړوونکي پابلو لارین ته د «کلب» په نوم فلم له کبله ورکړل شوه. پر دې سربیره پولندۍ فلم جوړونکې مالگورزاتا، او رومانیایي فلم جوړوونکي رادو په برلیناله کې د سپینو زرو د خرس جایزې خپلې کړې.
په برلیناله کې چیلي فلم جوړوونکو او هنرمندانو تر نورو ډیرې جایزې وگټلې. د غوره کیسې جایزه هم یوه چیلي فلم جوړوونکي ته ورکړل شوه.
د افغان سرتیري په اړه مستند
تر دې مخکې د برلیناله خپلواک ژوري هیات د نړیوالې بخښنې جایزه د افغان پوځ په اړه جوړ شوي یوه مستند ته ورکړه. دغه مستند «پسرلي ته ووایه چې سږ کال را نه شي» نومیږي او د یوه افغان سرتیري په اړه دی.
د بخښنې نړیواله جایزه هغو فلمونو ته ورکول کیږي چې په کې بشري حقونو ته پام اړول شوي وي. د دې جایزې هدف پر دغه شان موضوعگانو باندې د لا ډیرو فلمونو جوړول دي.
«پسرلي ته ووایه چې سږ کال را نه شي» فلم د دوو بریتانیایي فلم جوړوونکو له خوا جوړ شوی دی چې په کې د یوه افغان سرتیري له سترگو د افغانستان د جگړې د ښوولو هڅه شوې ده. دغه سرتیری د افغانستان په هلمند ولایت کې دنده ترسره کوي او په تیرو څو میاشتو کې یې له نړیوالو ځواکونو څخه د دې سیمې ټول امنیتي مسوولیتونه پر غاړه اخیستې دي.
ژوري هیات د جایزې د اعلانولو پر مهال وویل: «پسرلي ته ووایه چې سږ کال را نه شي، داسې یو هیواد انځوروي چې جگړې په کې تر سولې نورماله ده. د قوي انځورونو او سینما په مرسته موږ د ځوان افغان پوځ برخه وگرځیدو چې اوس یوازې پاتې دي.»
د بخښنې د نړیوالې جایزې گټونکي فلم ته همداراز ۵۰۰۰ یورو هم ورکول کیږي. تیر کال دغه جایزه د مصر د انقلاب په اړه جوړ شوي یوه فلم ته ورکړل شوې وه.