د سریلانکا حکومت د عیسویانو پر اختر تر څو پرله پسې بریدونو وروسته، د ښځو پر مخ پټولو بندیز لګولی دی. دا قانون تر ټولو په لومړي قدم کې مسلمانو ښځو ته متوجه دی. د وضعیت کنترولو له پاره دا د حکومت نوی اقدام دی.
اعلان
د سريلانکا حکومت اعلان کړی دی چې هر ډول مخ پټول چې د څیرې د پيژندل کیدو مخه نیسي، سر له همدا اوس منع دی. دا ممانعت تر ټولو دمخه هغو مسلمانو ښځو ته متوجه کیږي چې برقع یا نقاب کوي. که څه هم په دې فرمان کې په مشخص ډول د اسلامي لباس نوم نه دی اخیستل شوی.
د سریلانکا د ولسمشر په فرمان کې وضاحت ورکړل شوی دی چې د څېرې پټول «ملي او عامه امنیت ته خطر» پيښوي. دا بندیز د ترهګريزو بریدونو په پایله کې د بیړني وضعیت تر اعلانولو وروسته لګول شوی دی.
د سريلانکا د چارواکو د معلوماتو له مخي په دغو بریدونو کې چې د عیسوي اختر په ورځ پر څو عصري هوټلونو او کلیساو ترسره شول تر۲۵۰ ډير انسانان وژل شوي دي. په داسې حال کې چې حکومت د«جماعت ملي توحيد» افراطي اسلامپاله ډله د دغو بریدونو مسئول بولي، ترهگري ډلي داعش د دغو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.
د سريلانکا امنیتي ادارو خبرداری ورکړی دی چې اسلامي افراطیان کیدای شي د نورو بریدونو ترسره کول هم پلان کړي. دوی ویره لري چې ممکن نور برید کوونکي له پوځي یونیفورم او کوچنیو بسونو څخه په استفادې بریدونه وکړي.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
د اروپا په کومو هيوادونو کي چادرۍ منع سوي دي
په ډنمارک کي د رواني مياشتي له لومړۍ نېټې څخه پر نقاب اغوستلو باندي بنديز دئ. ځينو نورو اروپايي هيوادونو ډير کلونه دمخه لا دغه شان پريکړي کړي وې. په اړه ئې راپور.
انځور: picture alliance/dpa/C. Charisius
فرانسه
فرانسه لومړنی اروپایي هیواد وو چې په عامه ځایونو کې یې پر نقاب او چادري باندې بندیز ولګاوه. دغه بندیز د ۲۰۱۱م کال له اپریل میاشتې راهیسې نافذ دی. «هیڅوک په عامه ځایونو کې د داسي کالیو اغوستلو اجازه نه لري، چې مخ په بشپړه توګه پټ کړي.» پر دې سربیره په ښوونځیو کې پر هر ډول مذهبي کالیو اغوستو باندي بندیز دی، د پوړني اجازه هم نه شته.
انځور: Getty Images
بلجيم
بلجیم د ۲۰۱۱م کال له جولای میاشتې څخه په عامه ځایونو کې پر مخ پټولو بندیز وضع کړ. که څوک له دې قانون څخه سر وغړوي، باید نغدي جریمه ورکړي او یا آن تر اوو ورځو پورې په بند کې تيري کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/J.Warnand
هالنډ
د هالنډ پارلمان په بشپړ ډول پر مخ پټولو باندي بندیز په ۲۰۱۶م کال کې وضع کړ. خو پر بشپړ حجاب یا نقاب باندي بندیز په ټول هیواد کې نه شته، بلکې یوازې په دولتي ودانیو کې، په عامه ترانسپورت کې او په ښوونځیو او روغتونو کې پرې بندیز دی. له دغه بندیز څخه سرغړونکې تر ۴۰۰ یورو پوري نغدي جريمه کيدای شي.
انځور: picture-alliance/ANP/R. Vos
بلغاريا
د هالنډ په شان، بلغاریا هم په ۲۰۱۶م کال کې پر بشپړ مخ پوټي بندیز لګولی دی. په دغه هیواد کې هم د غه قانون ته د نه پاملرني په ترڅ کې نغدي جریمه آن تر۷۵۰ یورو پوري رسیږي. خو دلته هم په ټولو ځایونو کې بندیز نه دی. د سپورټ، دندې او عبادت ځایونو په برخه کې استثنا شته.
انځور: picture alliance/dpa/U. Deck
اترش
اتریش د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې پر بشپړه مخ پوټي باندي بندیز ولګاوه چې د «مخ پوټي ضد قانون» په نامه یادیږي. د دغه قانون له مخې په عامه ځایونو کې له زنې څخه تر ویښتانو پوري باید مخ ښکاره وي. که څوک دغه کار و نه کړي، تر ۱۵۰ یورو پورې ښایي جریمه شي.
انځور: picture-alliance/B. Gindl/APA/picturedesk
ډنمارک
د اگست مياشتي له لومړۍ نېټې څخه په ډنمارک کي پر نقاب باندي بندز دی. د دغه هيواد پارلمان د ۲۰۱۸م کال د می ۳۱ د پر بشپړ مخ پټولو بندیز ولګاوه. ۷۵ استازو د دغه قانون په پلویتوب او ۳۰ په مخالفت کې خپلې رای وکارولي. له قانون څخه د سرغړوني په صورت کې تر ۱۳۵ یورو نغدي جریمه ټاکل شوې ده، او د تکرار په صورت کې ښایي دغه جریمه لس واري زیاته شي.