1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سريلانکا مخالف ګوندونه د نوي حکومت طرحه جوړوي

۱۴۰۱ تیر ۱۹, یکشنبه

ټاکل شوې چې د سریلانکا اپوزیسیون ګوندونه د يکشنبې د جولای لسمه د نوي حکومت د جوړيدو پر یوې طرحې موافقه وکړي. دغه اقدام د سریلانکا د ولسمشر او صدراعظم د استعفا کولو تر وړاندیز وروسته کیږي.

Sri Lanka | Proteste vor dem Amtssitz des Präsidenten
انځور: Thilina Kaluthotage/AP/picture alliance

په سریلانکا کې د اوسني سخت اقتصادی بحران له کبله د میاشتو راهیسې د حکومت ضد مظاهرې روانې دي. مظاهره کونکي په دغه بحران کې ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا ملامتوي او د هغه استعفا يې غوښتله.

دغه مظاهرې د شنبې په ورځ دومره شدیدې وي چې مظاهره کونکي آن د ولسمشر او صدراعظم کورونو ته داخل شول. دوی وويل تر هغې چې دواړو مشرانو استعفاوې نه وي کړي دوی به د هغوی له کورونو څخه ونه وځي.

د سريلانکا پوځ د ښار په اطرافو کې ځای پر ځای شوی وو او لوی درستيز، شاویندرا سیلوا د قانون او نظم د ساتنې له پاره له خلکو د ملاتړ غوښتنه وکړه. په پارلمان کې د اپوزیسیون غړي ایم.اې. سومنتیرین وویل چې د اپوزيسیون ګوندونه هیله مند دي چې د يکشنبې په ورځ د نوي حکومت پر جوړيدو ېوې اجماع ته ورسيږي.

د اسوشتید پریس په حواله، د سریلنکا صدراعظم رانیل ویکرمسینګ، ويلي دي چې هغه به خپل ځای نوي حکومت ته پریږدي. تر دې څو ساعته وروسته د پارلمان رئیس وویل چې ولسمشر راجاپاکسا به د چهارشنبې په ورځ استعفا وکړي.

رپوټ کې راغلي که چیرته ولسمشر او صدراعظم دواړه استعفاو وکړي، نو د قانون مطابق د پارلمان اوسنی رئيس مهیندا ياپا ابېواردینا (Mahinda Yapa Abeywardena) به د سريلانکا موقت ولسمشر وټاکل شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب