د سریلانکا مسلمانان ولي خپل مړي له روغتونو څخه نه وړي؟
۱۳۹۹ آذر ۲۱, جمعهمسلمانان چي په سریلانکا کي ددغه هیواد د نفوسو تقریباً ۱۰ فیصده دي، له کرونا څخه د خپلو مړو سوو خپلوانو سوځول ورته غیراسلامي او ناراحت کوونکی ښکاري. ځکه نو په دې څو اخرو ورځو کي ۲۰ مسلمانو فامیلونو د احتجاج په ډول د خپلو خپلوانو د مړو د تابوتونو په خاطر ۴۸۰۰۰ روپۍ(تقریبأ ۲۳۰ یورو) ندي حواله کړي.
د سریلانکا د صحت عامې وزارت پرون پنجشنبه (د ډسمبر لسمه) خبر ورکړ چي د حکومت د یوه فرمان پر اساس باید هر کس د کرونا د وجهي د خپلو مړو د سوځولو په خاطر دغه پیسې حواله کړي.
د سریلانکا په پارلمان کي د مسلمانانو وکیل، راجندرا کومار پونامبالم په دې هکله وویل چي«په اسلام کي اور ته د دوزخ سره ارتباط ورکول کیږي او د مړو سوځولو ته د یوې جزأ په سترګه کتل کیږي.»
د سریلانکا حکومت بیا دلیل راوړي چي د کرونا مړو سوځول تر مځکي لاندي اوبه ککړوي او کیدلای سي مریضي نوري هم پراخي کړي. خو د دې خبري له پاره د روغتيا نړيوال سازمان د ارقامو پراساس هیڅ ډول علمي شواهد وجود نه لري.
اوس نو د سریلانکا حکومت غواړي د مسلمانانو هغه لس جسدونه، چي له کرونا څخه مړه سوي او یا د کرونا شک ورباندي موجود وو، په خپلو مصارفو سره وسوځوي.
د سریلانکا د صحي چارواکو په حواله تر اوسه پوري ټوله ۱۴۴ د کرونا څخه مړه سوي کسان، چي ۸۰ یې مسلمانان وه، سوځل سوي دي. په همدې حال کي د مسلمانانو او عیسویانو اقلیتونه اوس کوښښ کوي چي د حکومت د دې فرمان په مقابل کي د عدلي او حقوقي امکاناتو څخه کار واخلي، خو د هیواد ستري محکمې تر اوسه پوري ۱۲ دغه ډول دعوې رد کړي دي.
له بلي خوا په تیرو اوونیو کي په لسونو کسانو د حکومت ددې امر پر ضد احتجاجونه او مظاهرې کړي دي. خو د دغه اکثریت بودايي هیواد، بودايي راهبانو بیا د حکومت څخه غوښتي دي چي په هیڅ ډول سره د مسلمانانو غوښتنه ونه مني او ورته تسلیم نه سي.
خصوصاً په دغه هیواد کي پروسږکال پر کلیساوو او لوکسو هوټلونو باندي د افراطيانو تر حملو وروسته د مسلمانانو پرضد حساسیت ډیر سوی دی. په دغو حملو کي تر۲۵۰ اضافه انسانان ووژل سول.