1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سریلنکا اقتصادي کړکیچ؛ د تیلو زیرمې په خلاصیدو دي

۱۴۰۱ تیر ۱۳, دوشنبه

د یکشنبې په ورځ د سریلنکا د اقتصاد وزیر وویل چې هیواد یې یوازې د یوې ورځې له پاره د تیلو زیرمې لري. په دغه هیواد کې اقتصادي کړکیچ د زیاتوالي او د تیلو د کمښت له کبله عامه ترانسپورت د توقف حالت ته نیږدې شوی.

Sri Lanka I Wirtschaftskrise - Inflation springt auf über 50%
انځور: AFP/Getty Images

د یکشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۳یمه نیټه) د سریلنکا د اقتصاد وزیر وویل چې د هیواد د نفتو زیرمې یې مخ په خلاصیدو دي چې له کبله یې د جنوبي آسیا په دغه هیواد کې د تیلو د ټانکونو مخې ته د موټرو اوږده کتارونه ولاړ وو. د دې هیواد د تیلو په ډیری ټانکونو کې تیل مخ په خلاصیدو دي چې له کبله یې عامه ترانسپورټ هم د بشپړ توقف له ګواښ سره مخامخ دی.

د سریلنکا د انرژۍ وزیر کنچنا ویجي سیکیره، وویل چې په هیواد کې یې د پیټرو زیرمې شاوخوا ۴۰۰۰ ټنو ته رسیدلي دي چې په خبره یې د سریلنکا د یوې ورځې څخه د کمې مودې له پاره کفایت کوي. د سریلنکا د انرژۍ وزیر د دې هیواد په پلازمینه کولمبو کې خبریالانو ته وویل چې د جولای په ۲۲ او ۲۳ نیټو به دغه هیواد ته د تیلو تازه ورادات ورسیږي.

په سريلانکا کې تر احتجاجونو وروسته کابینې استعفی ورکړې

کنچنا ویجي سیکیره زیاته کړه: «موږ د تیلو له صادروونکو سره په تماس کې یو خو د جولای میاشتې له ۲۲مې نیټې وړاندې د تیلو تازه واردات نه شو تائیدولی.»

په ورته وخت کې سریلنکا چې د نغدو پیسو له کړکیچ سره مخامخ ده تیره اوونۍ له اساسي اړتیاوو پرته، د دوو اونیو له پاره د تیلو هر راز خرڅلاو بند کړ ترڅو د بیړنیو حالاتو له پاره ډیزیل او پیټرول وساتي. د یکشنبې په ورځ په دغه هیواد کې زیاتره هټۍ بندې وې.

په سریلنکا کې د بهرنیو اسعارو کمښت د دې سبب شوي چې دغه هیواد خپل اساسي واردات هم ترلاسه نه کړي چې له کبله یې د ۲۲ میلیونه نفوس لرونکی دغه هیواد له خراب اقتصادي کړکیچ سره لاس او ګریوان دی. سربیره پر دې، په دغه هیواد کې اوسمهال د پیسو پړسوب هم خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی او د بریښنا کمښت د دغه هیواد اوسیدونکي له ستونزو او کړاونو سره مخامخ کړي دي. د دغه هیواد حکومت د اقتصادي کړکیچ د کمښت او د انرژۍ د سپما په موخه د روانې جولای میاشتې تر لسمې نیټې پورې د ټولو ښوونځیو او حکومتي ادارو د تړلو حکم کړی.

(AFP) KH/MS

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب