1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

د سعودي شازادګۍ په تعلیقي حبس محکومه شوه

۱۳۹۸ شهریور ۲۲, جمعه

د سعودي عربستان شازادګۍ حصه بنت سلمنان په پاریس کې پر یوه نل دوان باندي د برید په قضیه کې ګرمه بلل شوې او ورته د تعلیقي زندان سزا اورول شوې ده.

Hassa bint Salman
انځور: picture-alliance/abaca/Avenir Pictures/P. Pierrot

د سعودي عربستان شازادګي حصه بنت سلمان د پنجشنبې په ورځ د فرانسې د يوې محکمې له خوا د یوه نل دوان د وهلو په قضیه کې ګرمه وګڼل شوه. محکمې د دې نل دوان د برمته کولو د امر کولو او پر هغه باندې د برید په قضیه کې د شازادګۍ د نقش له کبله هغې ته دغه سزا واوروله.

د سعودي عربستان د پاچا دغه لور د محکمې په جریان کې حاضره نه وه. خو محکمې هغۍ ته د لسو میاشتو تعلیقي زندان سزا او ۱۰ زرو یورو جریمه، ورکړه. تر دې مخکې څارنوالانو شازادګۍ ته د شپږ میاشتني تعلیقي بند او۵۰۰۰ یورو جریمې غوښتنه کړې وه.

څارنوالانو پر دغې ۴۳ کلنې شازادګۍ باندې تور لګولی دی چې خپلو ساتونکو ته یې په ۲۰۱۶م کال کې د یوه نلدوان د وهولو امر کړی دی. شازادګۍ تر هغه وروسته چې دغه کس یې پر خپل تلیفون د انځورونو د اخیستل په حال کې ولید، نو د هغه د وهلو امر یې وکړ.

ساتونکي د شازادګۍ په امر د نلدوان لاسونه تړلي ول، هغه یې په سوکانو او لغتو وهلی، او بیا یې د شازادګۍ د پښو مچولو ته اړ کړی وو. دغه نل دوان اشرف عید، نومیده چې څیړونکی ته یې ویلي دي چې انځورونو یې په تشناب کې د پیپونو اخیستل چې کار یې سم پر مخ ولاړ.

ویل شوي دي چې د عید د وهلو پر مهال، شازادګي ویل: «ته به وویني چې له شازادګۍ او شاهي کورنۍ سره څرنګه خبرې وکړې.»

عید ادعا کوي چې څوساعته د شازادګۍ په کور کې ساتل شوی وو او تر آزادولو مخکې یې تلیفون هم مات کړل شوی وو. هغه زیاته کړې ده چې په یوه مرحله کې یې د شازدګۍ غږ واورید چې وایي: «دا سپی ووژنۍ. هغه د ژوندي پاتېدو لايق نه دی.»

شازادګۍ دغه تورونه ردوي او وکیل یې ادعا کوي چې دغه محکمه او هر څه د ناسمو معلوماتو پر اساس روانه ده. شازادګۍ تر دې پیښې وروسته له فرانسې وتلې او تر اوسه پورې بیرته دې هیواد ته نه ده ستنه شوې. ساتونکي یې بیا د محکمې پر مهال حاضر ول چې ورته د اتو میاشتو تعلیقي زندان او ۵۰۰۰ یورو جریمه ورکړل شوې.

(ms/nz (Reuters,afp

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب