هغه له وچکالۍ سره د مبارزې په لار کې اوس د ځينو سنتي تخنيکونو په مرسته د افريقا په ساحلي سيمه کې يو ځنګل جوړ کړی دی. هغه وويل: «زما ټوله سرمايه زما يو خر او موټر دي. خو زما يوازينۍ سرمايه هغه ځنګل هم دی چې ما ورته پرورش ورکړی دی.»
افتخاري جايزې د ګواتيمالا تلما الدانا او د کولمبيا ايوان والسکویز ته ورکړل شوې. دوی ته دغه جايزې له قدرت څخه د ناوړه استفادې، تعقيب، آزار او د مالي فساد د افشا په خاطر ورکړل شوې.
د «نوبل بديلې» جایزې بنسټ په ۱۹۸۰م کال کې د ژورناليست او د پُستي نښو پيژندونکي کارل فولمر یاکوب فون اوکسکول له خوا کيښودل شو. هغه د اروپا د مخکيني پارلمان غړی وو. د دغې جايزې اصلي مرکز د سويډن پلازمينه ستاکلهم ښار کې دی.
stu/jj (dpa, kna)/hm
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
د کيميا په برخه کي د نوبل جايزه
د نوبل جايزه يو ځانگړی افتخار دی. هغه د کلونو کلونو کار نتيجه ښيي. له دوی څخه ډيرو يې په نړۍ کي انقلابونه رامنځ ته کړي دي.
د کیمیا له پاره د نوبل جایزه چيري پټه ده؟
د کیمیا هغه کارپوهان چې د نوبل جایزې ګټونکې دي سږکال په لينداو کې سره ویني، خو هر څوک نه پوهیږي چې دا جایزه دوی ته د څه له پاره ورکړل شوې ده. زموږ په ګالری کې به هغه بیلګۍ ووینۍ چې د کیمیا د نوبل جایزه په ورځني ژوند کې په کوم ځای کې پټه وي.
پروتین جي
په میلیاردونو دا پروتینونه د انسان په بدن کی موجود دي. اخذې د هرۍ حجرۍ سطحه اشغالوي. دوی حجرو ته دا امکانات برابروي چي د خپل چاپيریال له محیط سره بلد شي، حرکت وکړي او له نورو حجرو سره موافقه وکړي. کارپوه بریان کوبلیکا، د دغه ډول پروتینونو د څیړني په برخه کې د ۲۰۱۲کال د نوبل د جایزې ګټونکې شو.
د ژوند فابریکې
(DNA) د میراث کیمیاوي عنصر، د هرۍ ځانګړي حجرې له پاره د جوړښت په برخه کې لارښوونه کوي. دا د"ریبوسومن" (Ribosomen) په نامه د ډیرو کوچنیو فابریکو په وسیله تولیدیږي. دا چې دغه فابریکه څرنګه رغول شوې ده؟ ادا یونات، ونکترامن راماکریشنان او توماس ستایتس د دې پوښتني له پاره د ځواب پیدا کولو له امله په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه.
انځور: picture-alliance/dpa
د جینونو پيژندل
۱۳ کاله وخت يي ونیو تر څو د انسانانو د جینونو تر منځ تسلسل په بشپړ ډول وپیژندل شو. پایله: دا چې انسان د درې میلیارده جوړښتونو او۲۰ زره جینونو څخه جوړ شوې دی. والتر گیلبرت او فرد سنگر، د دې علمي پرمختګ له امله په ۱۹۸۰کال د (DNA) د دقیق تسلسل د پيژندني د علمي میتودونو له پاره د نوبل جایزه ترلاسه کړه.
انځور: Fotolia/majcot
په یوه پاڼه کې نغښتی قوت
هر ځنګل ته په کتلو سره انسان تعجب کوي: فوتو سنتیسز، یا د ضیايي ترکیب عملیه د ځمکې پر مخ تر ټولو مهم کیمیاوي تعمل دی. نباتات، الجیان او بکتریاوي د لمر د وړانګو په مرسته کاربن ډای اکساید او اکسیجن تولیدوي. دغه عملیه د حجرې په دننه کې د معینو پروتینونو په وسیله ترسره کیږي. روبرت هوبر، هارتموت میشل او یوهان دایسنهوف، دا میکانیزم تر څیړنې لاندي ونياوه او په ۱۹۸۸کال کې يي د نوبل جایزه ترلاسه کړه.
په تیاره کې رڼا
دا چې په دې ځای کې ځلیږي، د Qualle Aequorea victoria «د سمندرې چتر ناوکۍ » په نامه یو ډول سمندري حیوان دی چې د شنو پروتینونونو څخه يي د بېولوژې په ډیرو برخو کې کار اخیستل کیږي. مارتین چالفي د دې تخنیک د پيشقدمانو له جملې څخه دی چې په ۲۰۰۸کال کې يي د نوبل جایزه ترلاسه کړه. هغه په خپل دی کشف سره نا پيژندل شوې عملي امکانات روښانه کړل، د بیلګې په توګه څرنګه کولای شو د عصبي حجرو په فعالیت پوه شو.
د حجرو له پاره اوبه
د اوبو پیپونه اوبه کورونو ته انتقالوي او له کورنو اضافي مواد بهرته باسي. زموږ د بدن حجرې هم په بشپړ ډول دې ته ورته عمل ترسره کوي، په ۱۹۸۸کال کې پتر اګره د دې عمل په هکله معلومات وړاندي کړل. هغه په ۲۰۰۳کال کې د دغو پروتینونو د کشفولو په خاطر د نوبل جایزه ترلاسه کړه. دا پروتینونه د اوبو د نلونو په څیر د اوبو د تنظیمولو دنده پر غاړه لري. دا قاعده د انسان، حیوان او بکتریا، ټولو په برخه کې صدق کوي.
روغتیا د "آی تي پي" سره
هغه ارزښت چې د ډبرو سکاره، باد او د لمر انرژي يې موږ ته لري، همدا ارزښت(ATP). يا «ادنورین تري فوسفات» يي زموږ د حجرو له پاره لري. بې له دې انژۍ څخه موږ نشو کولای خپلي عضلې راټولي کړو. جان والکر په ۱۹۹۷کال کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. نومړي دا وښودله چې څرنګه (ATP). په حجرو کې مالیکولونه تولیدوي.
انځور: Fotolia/Kzenon
شین رنګه کیمیاوي مواد
د چاپیریال ساتني له پاره باید د اومو موادو او انرژۍ په برخو کې سپما وکړو. روبرت گروبس، ریچارد شوک او یف چووین په ۲۰۰۵ کال کې د نوبل جایزې ګټونکي شول، دوی داسي میتودونه کشف کړل چې د هغې وسیله کیدای شې پيچلې کیمیاوي اړیکي رامنځته کړای شي.
انځور: picture-alliance/dpa
د فوټبال مالیکولونه
آیا تاسي تر اوسه پوري د « فلولرنونو» په هکله څه اوریدلي دي؟ سره له دې چې تاسي کولای شې د دا ډول مالیکولونو جوړښتونه په خپل ذهن کې په یاد راولی د فوټبال د یو توپ په هکله فکر کوﺉ چې د پنځه ضلعي او شپږ ضلعي د مختلفو شکلونو درلودونکي وي. رابرت کورل، سرهارولد کروتو او ریچارد سمالي، په ۱۹۹۶ کال کې د « فلولرنونو» د توصیفولو په خاطر د نوبل جایزه ترلاسه کړه.