د سعوي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د سه شنبې په ورځ وویل چې هیواد به یې لا «معتدل» او «پرانیستی» شي او ژمنه یې وکړه چې له سعودي عربستان څخه به د افراطي اسلامي ایډیالوژي ریښې وباسي.
دغه ۳۲ کلن ځواکمن سیاستوال او د شاهي کورنۍ غړي په ریاض کې د پانګونې یوه کنفرانس ته وویل: «موږ هغه څه ته چې پخوا وو بیرته راګرځو – د معتدل اسلام یو هیوا چې نورو دینونو او نړۍ ته پرانیستی دی.»
هغه زیاته کړه: «موږ به ډیر ژر د افراطیت پاتي ریښې له منځه یوسو ... موږ د اسلام د معتدلو لارښوونو او اصولو استازیتوب کوو.»
د اصلاحاتو پلانونه
بن سلمان هڅه کړې ده چې د سعودي عربستان محافظه کاره ټولنه د لیبرال کیدو پر لور روانه کړي. سعودي عربستان په سپتمبر میاشت کې ښځو ته اجازه ورکړه چې موټر وچلوي. ځینو چارواکو خو دا هم ویلي دي چې حکومت به سینماو ته هم اجازه ورکړي چې یو ځل بیا پرانیستلي شي.
ویل کیږي چې دغه ځوان ولیعهد همداراز د «۲۰۳۰ لیدلوري» تر عنوان لاندې د یوې کړنلارې له اصلي ملاتړو څخه دی چې په ترڅ کې یې هڅه کیږي چې د سعوديعربستان اقتصاد پر نفتو باندي له ډیرې اتکا کولو څخه لیري شي او په دې ترتیب سره په دې هیواد کې یو متغیر اقتصاد رامنځ ته شي.
پر مذهبي مشرانو برید؟
بن سلمان د سه شنبې په ورځ د حکومت د اصلاحاتو د پلانونو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې «سعودي عربستان په تیر وخت کې داسې نه وو». خو دغه څرګندوني او د هغه د اصلاحاتو پلانونه په سعودي عربستان کې د ځواکمنو مذهبي مشرانو موقف له ګواښ سره مخامخوي. د دغو مشرانو ډیری د اسلام د یوې ډیرې سختي بڼې له پاره تبلیغ کوي.
ښځو ته د موټر چلولو اجازې تر ورکړې مخکې، ځينو مذهبي مشرانو ویلي ول چې دا کار به د سعودي عربستان ټولنه زیانمنه کړي.
«زه بې له هغوی هیڅ نه یم»
د سه شنبې په ورځ وختې بن سلمان د کنفرانس ګډونوالو ته ژمنه کړې وه چې سعودي عربستان به په خپل شمال لویدیځ ساحل کې یو لوي اقتصادي زون جوړ کړي. دغه پروژه چې «نیوم» نومیږي د ۵۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت به یو ښار جوړ کړي چې په بشپړه توګه به په غیر نفتي انرژي چلیږي او په دې ترتیب سره به نوښتونه وهڅوي. په دې ښار کې به د سعودي عربستان له نورو برخو څخه متفاوت قوانین حاکم وي.
دغه پروژه به د سعودي عربستان د پاچا د شتمنۍ له صندوقه، د دې هیواد د حکومت د پیسو او یو ځينو نړیوالو شرکتونو له خوا تمویل شي. په غونډه کې حاضرو کسانو د ولیعهد د دغو څرګندونو هرکلی وکړ، خو هغه بیا وویل چې دی د سعودي عربستان د ۲۰ میلیونو وگړو څخه یو دی او زیاته یې کړه: «زه بې له هغوی هیڅ هم نه یم.»
زموږ له ارشيف څخه:
په سعودي عربستان کې د ښځو حقوقو ته کتنه
سعودي عربستان دوې ورځې ترمخه اعلان وکړ چې د قانوني سرپرست له اجازې پرته به هم ښځو ته د موټر لایسنس اخیستو اجازه ورکړي. په دغه اسلامي سلطنت کې ښځو په تیرو کلونو کې څه ترلاسه کړي. انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali ۱۹۵۵م کال: د ښځو لومړنی ښوونځی ۱۹۷۷م کال: د ښځو لومړنی پوهنتون په ریاض کې نجونو ته تل دا زمینه نه وه برابره چې د دغو ماشومانو په څیر ښوونځي ته ولاړ شي. په دارلحنان کې په ۱۹۵۵م کال کې د نجونو په لومړني ښوونځي کې ثبت نام پیل شو. «ریاض کالج آف ایجوکیشن» د ښځو د لوړو زده کړو لومړنی انیستیتوت وو چې په ۱۹۷۰م کال کې پرانیستل شو.
انځور: Getty Images/AFP/F. Nureldine ۲۰۰۱م کال: د ښځو له پاره پیژند پاڼه د ۲۱مې پيړۍ په پیل کې ښځو د لومړي ځل له پاره وکولای شول چې تذکره واخله. دغه کارتونه یوازینۍ لاره وه چې دوی پرې خپل هویت تثبیت کړي، د بیلګې په توګه د میراث او یا جائیداد اړونده شخړو کې. خو دغه کارتونه به ښځو ته یوازې د سرپرست په اجازه ورکول کیدل او مستقیما به ښځو ته نه بلکې سرپرست ته ورکول کید. په ۲۰۰۶م کال کې ښځو ته اجازه وه چې د سرپرست د اجازې پرته خپله پيژند پاڼه جوړه کړي.
انځور: Getty Images/J. Pix ۲۰۰۵م کال: پر جبري ودونو بندیز سعودي عربستان په ۲۰۰۵م کال کې پر جبري ودونو بندیز ولګاوه، خو نکاح نامه د زوم او د ناوې د پلار تر منځ لاسلیک کیږي، نه د زوم او ناوې تر منځ.
انځور: Getty Images/A.Hilabi ۲۰۰۹م کال: لومړنۍ حکومتي ښځینه وزیره په ۲۰۰۹م کال کې پاچا عبدالله، د سعودي عربستان په حکومت کې لومړنۍ ښځینه وزیره وټاکله. نورا الفایض، د روزنې وزرات د ښځو د چارو مرستیاله وزیره وه.
انځور: Foreign and Commonwealth Office ۲۰۱۲م کال: د المپیک لومړنۍ ښځینه لوبغاړې سعودي عربستان پر دې باندې راضي شو چې د لومړي ځل له پاره د دغه هیواد ملي ټیم چې پکښې ښځینه لوبغاړې وې د المپیک په سیالیو کې برخه واخلي. په دغو کې یوه هم سارا عطار وه، چې د ۲۰۱۲م کال د لندن په المپیک سیالیو کې د ښځو د ۸۰۰ متره په ځغاسته کې برخه واخلي. هغه په دغو سیالیو کې حجاب پر سر وو.
انځور: picture alliance/dpa/J.-G.Mabanglo ۲۰۱۳م کال: ښځو ته د بایسکل او کوچني موټر سایکل د چلولو اجازه سعودي چارواکو په ۲۰۱۳م کال کې ښځو ته د لومړي ځل له پاره د بایسکلونو او د کوچنیو موټر سایکلونو د چلولو اجازه ورکړه، خو یوازې په تفریحي ځایونو کې چې باید بشپړ اسلامي حجاب یې اغوستی وي او خپل یو نارینه ورسره موجود وي.
انځور: Getty Images/AFP ۲۰۱۳م کال: په شورا کې لومړنۍ ښځې په ۲۰۱۳م کال کې پاچا عبدالله ۳۰ ښځو ته د سعودي عربستان په مشورتي شورا کې سوګند ورکړ. دا هغه څه وو چې ښځو ته يې پر یوه مقام باندې د ټاکلو زمینه برابروله.
انځور: REUTERS/Saudi TV/Handout ۲۰۱۵م کال: د ښځو د رای ورکول او ځان کاندیدول په ۲۰۱۵م کال کې د سعودي عربستان په ښاروالۍ ټاکنو کې ښځو د دې اجازه درلوده چې رای ورکړي او ځان کاندید کړي. په پرتلیزه توګه نیوزیلنډ لومړنی هیواد وو چې په ۱۸۹۳م کال کې یې ښځو ته د رای ورکولو اجازه ورکړه. آلمان دغه کار په ۱۹۱۹م کال کې وکړ. په ۲۰۱۵م کال کې په سعودي عربستان کې ۲۰ ښځې د ښاروالۍ چارو له پارې وټاکل شوې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Batrawy ۲۰۱۷م کال: د سعودي د بهرنیو اسعارو د ونډو بازار لومړنۍ ښځینه مشره د ۲۰۱۷م کال د فبرروي په میاشتې کې د سعودي عربستان د بهرنیو اسعارو د ونډو بازار د خپل تاریخ په اوږدو سارا السهیمي، د خپلې لومړنۍ ښځینه مشرې په توګه ونوموله.
انځور: pictur- alliance/abaca/Balkis Press ۲۰۱۸م کال: ښځو ته به د موټر چلولو اجازه وي د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر میاشتې په ۲۶ نیټه سعودي عربستان اعلان وکړي چې ډیر ژر به ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شي. د ۲۰۱۸م کال د جون میاشتې څخه به ښځې د لایسنس اخیستو له پاره د نارینه سرپرست اجازې ته اړتیا نه لري. او دې ته به هم اړتیا نه وی چې د موټر چلولو پر مهال ورسره سرپرست په موټر کې وي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamali
m.s (AP, dpa, AFP)