د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان، د سه شنبې په ماښام ښځو ته د موټر چلولو د جازې د ورکړي فرمان صادر کړ. د عربستان رسمي خبري آژانس SPA د دغه خبر له اعلان سره ويلي دي چي دغه فرمان به د ۲۰۱۸م کال له جون مياشتي پلی سي.
يوې تخصصي کمېټې ته دنده سپارله سوې ده چي په ۳۰ ورځو کي دغه مسئله جدي و ارزوي او د اجرا له پاره ئې خپل عملي وړانديزونه وړاندي کړي.
سعودي عربستان په نړۍ کي يوازنی هيواد دئ چي پکښې ښځي د موټر چلولو اجازه نه لري. په عربستان کي د ښځو د حقوقو او بشري حقونو فعالانو نژدې ۳۰ کاله مبارزه وکړه، څو دغه حق ترلاسه کړي.
د ښځو له پاره د سعودي عربستان قوانين ډېر سخت او تبعيضي دي، خو د دغه هیواد نوي رهبرۍ اعلان کړی دئ چي په دې لاره کي د اصلاحاتو راوستلو هوډ لري. په دې برخه کي تيره اونۍ د دغه هيواد د ملي جشن پرمهال په اول وار ښځو ته اجازه ورکړه سوه چي د خپلو کورنیو له نارينه وو سره يوځای د جشن په مراسمو کي د گډون له پاره لوبغالي ته داخلي سي.
د ۲۰۱۷م کال په جولای مياشت کي د سعودي عربستان د ښووني او روزني وزارت نجونو ته په دولتي مکتبونو کي د ورزش په ساعتونو کي د گډون اجازه هم ورکړه.
دا به هم درته جالب وي:
د ایران په کرج کې د ښځو موټرسایکل ځغاسته
د ایران په کرج کې د ښځو د موټرسایکل ځغلولو سیالي تر سره شوه. دغه سیالي چې د ۱۲۵ سي سي کلاس وه; پکښې د ایران ۶۰ ښځو ونډه اخیستې وه. د دغه سیالۍ درې گټونکې د البرز، گیلان او د سویلي خراسان ولایتونو وې.
انځور: Damun Pournematiد ایران په کرج کې د ښځو موټرسایکل چلولو د ځغاستې لومړۍ سیالي د جمعې په ورځ د البرز په ولایت کې تر سره شوه. د ۱۲۵ سي سي کلاس، سیالیو گټونکي بهناز شفیعي، هانیه شکیبي او شادي بیکوردي د دغه لومړنۍ سیالۍ گټونکې شوې.
انځور: Damun Pournematiپه دغه سیالۍ کې د ایران د بیلا بیلو ولایتونو لکه مازندران، کرمان، تهران، زنجان، خراسان او... البرز څخه ښځینه لوبغاړو برخه اخیستې وه.
انځور: Damun Pournemati/Hasan Shakooriد البرز ولایت د موټر سایکل چلولو د عمومي اړیکو د هیئت مشرې دامون نعمتي پور له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د جواز د تر لاسه کولو له پاره د سختو ستونزو وروسته د البرز ولایت د موټر سایکل چلولو د هیئت د همت پر مټ د لومړي ځل له پاره دغه سیالي تر سره شوه.»
انځور: Damun Pournemati/Hasan Shakooriد دامون پور نعمتي، په وینا شا او خوا ۶۰ ښځو په دغو سیالیو کې برخه اخیستې وه.
انځور: Damun Pournemati/Hasan Shakoori۱۲۵ سي سي کلاس، کې د موټر سایکل د ځغاستې لومړۍ سیالي چې په کرج کې ترسره شوه.
انځور: Damun Pournematiد ښځو د موټرسایکل ځغاستې دغه سیالي په داسې یوه وخت کې تر سره کیږي چې تر دې دمخه په تیر کال کې د لومړي ځل له پاره د نارینه وو دغسي سیالي پر لاره اچول شوې وه.
انځور: Damun Pournemati/Hasan Shakooriپه تیر کال کې د نارینه وو تر منځ د موټرسایکل د ځغاستې سیالي تر سره شوې وه، خو په دغو سیالیو کې ښځو ونډه نه درلوده.
انځور: Damun Pournemati/Hasan Shakooriخو په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د البرز ولایت د موټر سایکل چلونکې د هیئت پر مټ دغه سیالیۍ د کرج په چمران کې تر سره شوې.
انځور: Damun Pournemati/Hasan Shakooriپه دغو سیالیو کې د البرز، گیلان او سویلي خراسان ولایتونو درو ښځو لومړي درې مقامونه وگټل.
انځور: Damun Pournemati/Hasan Shakooriپه دغو سیالیو کې د همدان، کاشان، تهران، ایلام، مازندران، پردیس، زنجان او اصفهان ښځینه موټر چلونکو برخه درلوده.
انځور: Damun Pournematiد اسوشیتد پرس خبري آژانس څه موده دغه د بهناز شفیعي عسکونه خپاره کړي ول، چې په دغه سیالۍ کې یې لومړی مقام وگاټه.
انځور: Damun Pournematiتر دې دمخه بهناز شفیعي ویلي وو چې موخه یې دا ده چې ایراني ښځو ته په الهام ورکولو کې مخکښه وي. هغه ویلي وو: «موږ کولای شو مقامات پر دې قانع کړو چې د ښځو موټر سایکل ځغاسته په رسمیت وپيژني.»
انځور: Damun Pournemati/Hasan Shakoori