1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزماروپا

د سلواکیا پر لومړي وزیر برید؛ وضعیت یې حساس بلل شوی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبه

د سلواکیا د لومړي وزیر روبیرت فیڅو، دفتر ویلي دي چې دغه اروپايي سیاستوال باندې برید شوی او اوس په حساس روغتیایي وضعیت کې دی. پر فیڅو باندې په هندلووا ښار کې د کابینې تر یوې غونډې وروسته برید شوی وو.

د سلواکیا پر لومړي وزیر تر برید وروسته یو کس نیول شوی دی.
د سلواکیا پر لومړي وزیر تر برید وروسته یو کس نیول شوی دی.انځور: Radovan Stoklasa/REUTERS

د فیڅو دفتر ویلي دي چې برید کوونکي د هغه د وژلو هڅه کوله. د نوموړي د دفتر په حواله که څه هم لومړی وزیر فیڅو په برید کې نه دی وژل شوی خو اوس یې روغتیایي وضعیت حساس دی او «ژوند ته یې ګواښ» موجود دی.

د سلواکیا حکومت پر خپلو ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي. «نن، په هندلووا کې د حکومت تر غونډې وروسته، د سلواکیا د جمهوریت د لومړي وزیر روبیر فیڅو د وژلو هڅه وشوه.»

ځایي رسنۍ TA3 خبر ورکړی دی چې په دې ښار کې څلور مرمۍ فیر شوي دي چې یوه یې د لومړي وزیر فیڅو پر نس لګیدلې ده.

د هندولووا ښار د روغتون مشرې مارتا ایکهاردتوا، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «ښاغلی فیڅو زموږ روغتون ته راوستل شو او بیا زموږ د عروقي جراحي په کلینیک کې یې درملنه وشوه.»

له ارشیف څخه

د وینزیویلا پر ولسمشر د بی پیلوټه الوتکې د برید ویډیو

00:30

This browser does not support the video element.

چارواکو لومړی ویلي وو چې فیڅو به پلازمینې براتیسلاوا ته د نورې درملنې له پاره یوسې خو بیا وروسته یې وویل چې هغه یوه نزدې ښار بنسکا، ته د درملنې له پاره انتقالوي.

د لومړي وزیر فیڅو، دفتر ویلي دي: «هغه اوس د یوې څرخي الوتکې په مرسته په داسې حال کې چې [د ټپ له کبله یې] ژوند ته خطر موجود دی، بنسکا بایستریکا ته وړل کیږي. دا ځکه چې براتیسلاوا ته یې رسول ډیر وخت نیسې او اوس باید یوه اړینه [د تداوي په موخه] مداخله وشي.»

د پیښې په اړه په څه پوهیږو؟

پر لومړي وزیر ډزې په هندلووا کې شوي دي چې د سلواکیا پلازمینې پایستریکا په ۱۵۰ کیلومتري کې پروت یو وړکی ښار دی. ډزې د ځايي «کلتور کور» مخې ته شوي دي چیرې چې دغه ملتپال سیاستوال له خپلو یو شمیر پلویانو سره تر اروپایي ټاکنو مخکې لیدل.

یوه ځايي خبریال ویلي دي چې هغه ډزې واوریدې او آن ۵۹ کلن فیڅو یې ولید چې د مرسته کوونکو له خو موټر ته  لیږدول کیده. یوه بل عیني شاهد د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې ډزې یې واوریدې او بیا یې پولیس د یوه کس د نیولو په حال کې ولیدل.

اروپايي مشرانو برید غندلی دی

د سلواکیا ولسمشرې زوزانا کاپوتوا، دغه برید غندلي او هغه یې «ظالمانه او بې رحمه» بللی دی. د اروپايي کمیسیون مشرې اورزیلا فون دیر لاین، هغه دغه برید «خبیثانه» بللی دی او ویلي یې دي. «د تاوتریخوالي دغه ډول اقدامات زموږ په ټولنه کې ځای نه لري او دیموکراسي چې زموږ تر ټولو ارزښتناکه ګډه شتمني ده له ستونزې سره مخامخوي.»

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، هم ویلي دي چې «تاوتریخوالی په اروپايي سیاست کې ځای نه لري». پر دې سربیره د رومانیا او هنګري لومړي وزیرانو هم دغه پیښه غندلې ده.

روبیرت فیڅو څوک دی؟

روبیرت فیڅو د سلواکیا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې مودې له پاره پاتې شوی لومړی وزیر دی. هغه خپله وروستۍ دوره د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې پیل کړه. هغه په خپلو کمپاینونو کې له اوکراین څخه د پوځي ملاتړ کمولو خبره کړې وه.

فیڅو په خپل ۳۰ کلن سیاسي سفر کې له اروپايي ټولنې ملاتړ کړی او بیا یې خپل موقف بدل کړی او ډیر نشنلیست موقفونه یې غوره کړي دي. هغه په همدې موده کې بیا د اروپايي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو د سیاستونو مخالفت هم کړی دی.

آژانسونه / م.س

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب