د بامیان د چاپېریال ساتنې رئیس محمد ابراهیم دادفر دویچه ويله ته وویل: »د سلواکیا د کومنیوس پوهنتون څېړونکي دغه ولایت ته راغلې او د بند امیر او شاه فولادي بندونو په خوندي سیمو کې د مارانو او کربوړو په څېر د نورو ځانګړو حشراتو په اړه څېړنې کوي.
دادفر زياته کړه: «تر اوسه د دغې ډلې څیړونکو له خوا درې ډوله کربوړي چې علمي نومونه يې lavdakia Cavcasica , Ablepharus Linderei او Asrmblephaevs Himalayan او يو ډول مار چې علمي نوم يې Natrit Tessellata دی، د دغي ډلي له خوا پيژندل شوي او نمونې يې د څېړنو له پاره سلواکيا ته وړي او وروسته يې بيا پايلي د چاپيريال ساتني له ادارې سره شريکوي.»د مس عینک کان استخراج؛ د بامیان له ډبرو سکرو څخه د حرارتي برېښنا تولید
د دادفر د معلوماتو له مخې، په باميان کې فارسي پړانګ، یو ډول مار، هیلۍ، زاڼه او په لسګونو نور نادره مرغان شته چې د افغانستان په نورو سیمو کي نه شته او ممکن د نړۍ په ځینو برخو کې هم نه وي موجود.
بامیان لوړ غرونه، اوږدې لاري او سوړ ژمې لري چې د بې شمېره کم یابه مرغانو او وحشي حیواناتو له پاره خوندي ځای بلل کیږي خو دا اندېښنه هم شته چې د اقلیمي بدلون او حیواناتو قاچاق به ېې نسل له مینځه یوسي.
د باميان د شيبر ولسوالۍ يو اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کي واخيستل شي وويل: »اوس هم خلک ځيني ژوي او حشرات ښکار کوي، خو د پخوا په پرتله یې ښکار کم شوی دی.«
واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته او د چاپریالي هڅو د کمښت له امله داسی اندېښني را پیدا شوې چې د خلکو له خوا به د حیواناتو، مرغانو او حشراتو ښکار زیات شي.
په افغانستان کې له خوشایي د ګاز تولید
06:52
د باميان پوهنتون د کرهڼې او مالدارۍ پوهنځي استاد او د چاپېريال ساتنې فعال دولت شاه پويش وايي چې د باميانو جغرافيه د حيواناتو او مرغانو د اوسېدو له پاره ښه ځاى دى. د مرغانو او حشراتو سربېره په دغه ولايت کې د ځنګلي او غرنيو بوټو ډېر شمېر هم تر اوسه نه دى پېژندلى شوې.
پوش اندېښنه څرګندوي چې اوس د چاپېريال ساتنې له پاره مالي سرچينې نشته او که دې برخې ته پاملرنه ونه شي د بې پرواېې، ښکار او قاچاق له امله به ډېر حشرات او وحشي ژوي له منځه ولاړ شي.
په خوراکي مینو کې حشرات
د خوراکي موادو سکتور پر چاپیریال ډیر فشار اچولی دی. دا چې د انسانانو نفوس مخ پر ډیریدو دی، نو د خوراک په برخه کې د دوامداره حل لارې پیدا کولو اړتیا هم پراخیږي. ايا د حشراتو خوړل يو حل کيدلای شي؟
انځور: Getty Images/S. Gallup
د خوراک له پاره ملخان
دا چې نفوس مخ پر ډیریدو او زراعتي ځمکې له تهدید سره مخ دي. د تیرو ۴۰ کلونو په ترڅ کې د نړۍ نږدې دریمه برخه کرهڼیزې ځمکې له منځه تللي او له دې امله په نړیواله کچه د خوراکي موادو پر تقاضا فشار ډیریدونکی دی. په دې ترڅ کې د غوښې د تولید له امله هم پر چاپیریال فشار ډیر شوی. خو ځینې کسان فکر کوي چې په ټوکیو کې له هګۍ سره د ملخانو خوړل، د حل یوه ښه لار ده.