1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د سه شنبې ورځې په بریدونو کې د وژل شویو شمیر ۸۰ ته ورسید

۱۳۹۶ مهر ۲۶, چهارشنبه

چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان په سویل ختیځ کې د دوو ځانمرګو بریدونو او مخامخ نښتو له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۸۰ ته رسیدلی او نزدې ۳۰۰ تنه نور ټپیان دي.

Afghanistan Gardes Autobomben-Anschlag
انځور: picture-alliance/Zumapress/Ahmadi

د سه شنبې ورځې د بریدونو تر ټولو خونړۍ په پکتیا ولایت کې د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز وو چې په ترڅ کې یې د پولیسو په جامو کې طالبان له چاودیدونکو موادو درې ډک موټر والوزول. تر دې وروسته بیا ۱۱ یاغیان مرکز ته ننوتل او مخامخ جګړه یې پیل کړه.

په دې پیښه کې د پکتیا د پولیسو د قوماندان توریالی ابداني، په ګډون لږ تر لږه ۶۰ کسان ووژل شول. د وژل شویو کسانو په ډله کې هغه ملکیان هم شامل ول چې د اسنادو د ترلاسه کولو له پاره دې ځای ته راغلي ول. د ګردیز ښار د عامه روغتیا ادارې مرستیال هدایت الله حمیدي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې چاودنو او تر هغه وروسته رامنځ ته شویو نښتو شاوخوا پنځه ساعته دوام وکړ.

حمدي زیاته کړه چې په نښته کې شاوخوا ۲۳۶ کسان ټپیان شوي هم دي.

د پکیتا د والي ویاند عبدالله حسرت، ویلي دي: «د روزنیز مرکز د تلاشي لومړي ځای، په لارۍ کې د ځای پر ځای شویو موادو د چاودنې له کبله له منځه ولاړ. تر دې وروسته بیا دوه نور موټر روزنیز مرکز ته ننوتل. یوه یې دویمې پوستې ته نزدې چاودنه وکړه او بل یې بیا د پولیسو د قوماندان دفتر پر لور ولاړ او هلته والوت چې په پایله کې یې قوماندان او د هغه ساتونکي ووژل شول.»

د حسرت په خبره یاغیانو د پولیسو یونیفروم اغوستی وو او جعلي اسناد یې هم لرل. په وروستیو وختونو کې یاغیان ډیر وخت له دغه شان تخنیکونو څخه کار اخلي.

د پکتیا د پولیسو ویاند سردار ولي تبسم، ویلي دي چې د پیښې په تړاو د امنیتي ځواکونو دوه غړي نیول شوي هم دي. له دې سره داسې ګومانونه پیدا کیږي چې برید کوونکو په مرکز کې دننه هم مرسته ترلاسه کړې وه.

تبسم د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «موږ فکر کاوه چې طالبانو دغه موټر هغه وخت نیولي دي چې په اګست میاشت کې د جاني خیلو ولسوالۍ د هغوی لاس ته ولویده.»

د سه شنبې ورځې دویمه خونړۍ پیښه په غزني ولایت کې وه چې له کبله یې د ۱۵ امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د غزني ولایت ویاند عارف نوري، د فرانسي خبري آژانس ته ویلي دي چې په پیښه کې ۴۶ کسان ټپیان شوي هم دي.

نوري ویلي دي چې په دې پیښه کې هم یاغیانو لومړي د امنیتي ځواکونو یو نیول شوی هاموي ډوله موټر ته چاودنه ورکړه او بیا یې د پولیسو پر یوې ودانې باندې برید وکړ. په دې پیښه کې شپږ برید کوونکي هم وژل شوي دي.

تر دې مخکې د غزني په پیښه کې د۳۰ کسانو د وژل کیدو او۱۰ تنو د ټپي کیدو خبره شوې وه. دا په افغانستان کې د مې میاشتې له ۳۱مې نیټې راهیسې تر ټولو خونړۍ ورځ وه. په مې میاشت کې یاغیانو د کابل په زړه کې له چاودیدونکو موادو یوه ډکه لارې والوزوله او شاوخوا ۱۵۰ تنه یې ووژل. په دې پیښه کې په سونو کسان نور ټپیان شول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب