د سوات مالم جبه چې د سیلانیانو له پاره په زړه پورې سیمه ده، د سکي لوبو کوربه هم وي. په دغو سیالیو کې۵۰ نارینه او لس پاکستانۍ لوبغاړو هم برخه درلوده.
پر دې سربیره په دغو لوبو کې د مراکش، یونان، افغانستان، سریلانکا، اوکراین، تاجيکستان او سلواکیا هیوادونو اتو مشهورو لوبغاړو هم گډون کړی وو. داسې اټکل کیږي چې په دغو لوبو سره به په پاکستان کې د سیلاني توب او نړیوالو لوبو له پاره دروازې پرانېستل شي.
په خیبر پښتونخوا ایالت کې د واکمن گوند پاکستان تحریک انصاف، مشر عمران خان هم د خپل ټویټر په پیغام کې د دغه لوبو څو انځورونه شریک کړي دي.
«پاک فضایه» یا د پاکستان د هوایي ځواک له لوري په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي دي چې د سکي سیالیو په لومړۍ ورځ د اوکراین لوبډله پر نورو لوبډلو بر لاسې وه.
د نارینه وو په سیالیو کې اوکرایني ایوان کوواسنکیک لومړی، د سلواکیا لوبغاړي جان جوکوبا دوهم او د اوکراین بل لوبغاړي واسیلی دریم مقام وگاټه. پاکستاني لوبغاړی محمد کریم بیا څلورم ځای خپل کړی دی.
د ښځو په منځ کې لومړنی او دوهم مقام هم اوکرایني لوبغاړو خپل کړی دی. د پاکستان د سکي نړیوالې لوبغاړې افرا ولي، بیا په دغو سیالیو کې دریم مقام وگاټه.
نور مطالب:
د سوات په مالم جبه کې د واورې فیستیوال
د پاکستان د سوات په سیاحتي سیمه مالم جبه کې د واورې په نوم پنځه ورځنی فیستیوال تر سره شو. په سوات کې د طالبانو د زور واکمنۍ تر ختمیدو وروسته تفریحي پروگرامونه پر لار اچول کیږي تر څو یو ځل بیا سیلانیان دغه سیمې ته مخ کړي.
انځور: Adnan Granد سوات په مالم جبه کې د واورې په نوم د فیستیوال تنظمیوونکي وایي چې د دغه فیستیوال موخه د سوات د سیمي د سیلاني توب صنعت بیا پر پښو درول دي. د دوی په وینا د دغه کامیابه فیستیوال په تر سره کولو غواړي نړۍ ته دا پیغام ورکړي چې په سوات کې بیا امن دی او خلک پرته له کومې ویرې او ډار دغه ځای ته ورتلای شي.
انځور: Adnan Granد سوات په سیاحتي سیمه مالم جبه، کې پنځه ورځنی فیستیوال پای ته ورسید. د دغه فیستیوال په ترڅ کې د سکي، په پراشوټ کې د راکښته کیدو او داسې نورې ډیری تفریحي لوبې په پام کې نیول شوې وې.
انځور: Adnan Granپه مالم جبه کې دغه فیستیوال د مارچ میاشتې تر ۱۶مې نیټې پورې ادامه درلوده. په دغه فیستیوال کې د پاکستان له ډیری سیمو څخه د راغلو سیلانیانو ډیر شمیر هم حضور درلود.
انځور: Adnan Granد سوات له مرکز مینگورې څخه مالم جبه د ۴۲ کیلومترو په فاصله کې پرته ده. دغه ځای د سمندر له سطحې څخه ۹ زره فټه لوړ دی. دغه فیستیوال د پاکستان د پوځ، د پنجاب او خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومتونو په گډو هڅو برابر شوی وو. دغه فیستیوال د خیبر پښتونخوا د ایالتي مشر پرویز خټک له لوري پرانیستل شو.
انځور: Adnan Granپه دغه فیستیوال کې یوازې لوبې په پام کې نه وې نیول شوې، بلکې د ټنگ ټنگور پروگرامونه او همداشان د دودیزو نڅاگانو پروگرامونه هم ترتیب شوي ول.
انځور: Adnan Granپه مالم جبه کې له ۱۹۸۰م کال راهیسې د سکي سیالۍ تر سره کیږي، چې پر ځایي لوبغاړو سربیره پکښې د پاکستان د نورو برخو لوبغاړي هم گډون کوي.
انځور: Adnan Granپه دغه فیستیوال کې د سکې لوبه او په پراشوټ کې د راکښته کیدو نندارۍ هم وړاندې شوې چې د نندارچیانو له خوا ډیرې وستایل شوې.
انځور: Adnan Granپه مالم جبه کې د سیلانیانو تفریحي سیمه په ۲۰۰۹ م کې د طالبانو له لوري ویجاړه شوې وه او په دغه ځای کې «چیر لفټ» یا هوایي لفټ هم د بمونو په واسطه الوزول شوی وو. تر هغه وروسته یو مؤقتي هوایي لفټ جوړ کړای شوی دی، خو د سیلانیانو د تفریح ځای لا هم نه دی رغول شوی. په سوات کې د طالبانو د زور واکمنۍ تر ختمیدو وروسته امنیت ټینگ شوی او هر کال په مارچ میاشتې کې دغه فیستیوال تر سره کیږي.
انځور: Adnan Granد سکي د لوبې لوبغاړي ظفر علي دویچه ویله ته وویل چې په مالم جبه کې د استعدادونو کمښت نه شته. د هغه په وینا که چیرې دغه لوبغاړي د حکومت له ملاتړ څخه برخمن شي نو په وینا یې په نړیوالو سیالیو کې به هم د گډون کولو جوگه شي.
انځور: Adnan Granد دغه فیستیوال د تنظیموونکو د وینا له مخې دوی هیله من دي، چې سږ کال به د نورو کلونو په پرتله په لسگونو زره ډیر سیلانیان سوات ته مخه کړي او د سیمې سیاحت به بیرته وغوړیږي.
انځور: Adnan Gran