1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سودان ښځې د فوټبال اجازه غواړي

۱۳۹۸ دی ۱۳, جمعه

هغې خپل ټول عمر فقط يوه اصلي غوښتنه لرله. الهام بلاتونه تل غوښتل چې د خپلو ورونو په څېر هم د فوټبال لوبه وکړي. هلکانو به تل د هغې په مخکې د کوڅو او سړکونو په سر دغه سپورټ کاوه.

BG Frauen im Sudan
انځور: Getty Images/AFP/A. Shazly

خو الهام ته به تل ويل کېدل چې په سودان کې ښځې کېدای شي د پتلون اغوستو له کبله هم په درو ووهل شي، خو د فوټبال د لنډو پرتوګونو اغوستل بيا هرومرو منع دي. هغې به تل داسې استدلال اورېده چې ښځې بايد له دغسې خيالونو څخه لاس په سر شي، دا ځکه چې سودان يو اسلامي هېواد دی او دا چې د ورزش خاص کالي نورو عامو خلکو ته د منلو وړ نه دي او دا چې دغه سپورټ يوازې د نارينه وو له پاره مناسب دی. هغې سره له دې هم، دغه سپورټ ته مخه کړه. الهام به تل لنډ پرتوګ اغوسته يا دا چې د دغسې يوه سپورټي پرتوګ لاندې به يې د لېګنز په نوم يو تنګ ربړي پتلون هم په تن کاوه. د هغې به خبره هغې خپلې کورنۍ ته ويلي ول چې «په نړۍ کې داسې څه نه شته چې د فوټبال په څېر ورسره مينه لرم. لطفا ما ته د دغې لوبې اجازه راکړئ.» 

د دغې موضوع سياسي اړخ

د کلونو راهيسې به دې او نورو ښځو په پټه لوبه کوله. ميدان به دوی خپله ورته پاکاوه او په دې موخه به له يوه ځايه بل ځای ته تللې. دغو ښځو ته اصلي پاملرنه بيا هغه مهال واوښته کله چې دوی د نړيوالو په حضور د پلازمېنې خرطوم په لوبغالي کې يوه لوبه وکړه چې د دغه هېواد د ځوانانو او سپورټ وزير او نور چارواکي يې هم ليدو ته ورغلي ول. دغو چارواکو د سودان د فوټبال د ليګ د رامنځ ته کولو لمانځلو ته سره راټول شوي ول. الهام بالاتونه له خپلې کورنۍ څخه هم اجازه اخيستې وه. د سودان د فوټبال ښځينه ليګ د سياست په يوه ناندرئيز ډګر اوښتی دی، په داسې حال کې چې سودان له درو لسيزو مطلق العنان او سخت دريځ واک وروسته چې د اسلامي شريعت يو سخت تعبير پکې پلی شوی وو، اوس راوتلی دی. د فعالانو په خبره په تېره ښځې پکې له ډېرو امکاناتو بې برخې وې. منځمهالي يا انتقالي حکومت اوس داسې تدابير پورته کړي او نور تر لاس لاندې لري څو د پرځول شوي ولسمشر عمر البشير له خوا شوې په ميراث ورپاته پرېکړې بېرته وګرځول شي. په نومبر مياشت کې داسې د «عامه نظم» يو قانون بېرته واخيستل شو چې د لومړي وزير په خبره د «ناوړې ګټې اخيستنې او سپکاوي د وسيلې» په توګه کارول کېده. د ښځو د حقونو مدافعين دغه کار د سم لوري په خوا يو وړ ګام بولي، خو زياتوي چې دغه سياسي مبارزه به لا ډېر وخت دوام وکړي.

په سودان کې هم نجونې او هلکان له فوټبال سره مينه او لېوالتيا لريانځور: picture-alliance/dpa/S. Morrison

AP/ns/awa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل