په سوريه کې پارلماني انتخابات ترسره شول
۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبهانتظار کيږي چې د سوريې اوسنی ولسمشر، بشار الاسد په دغو انتخاباتو کې ګټونکی شي، ځکه په دغه هيواد کې د یو واقعي اپوزیسيون استازي حضور نه لري. په دغو انتخاباتو کې ډير شمير نوماندان، د امريکا متحده ايالاتو او لويديځو هيوادونو له شديدو بنديزونو سره مخ هم دي.
دا د سوريې د نهه کلنې کورنۍ جګړې له پيل څخه راهیسې، دريم انتخابات دي چې په دغه عربي هيواد کې تر سره کيږي. خو دا لومړني انتخابات دي چې په همدې موده کې د پخوانيو جنګياليو تر کنترول لاندې سيمو کې ترسره کيږي.
په دې ترتيب، دا ځل په سوريه کې پارلماني انتخابات په داسې حال کې کيږي، چې د دغه هيواد شاوخوا ۷۰سلنه خاوره د حکومت په کنترول کې ده.
اسد په دې وتوانيد چې د روسيې په ملاتړ، د تيرو دوو کلونو په جريان کې په سوریه کې خپله د اقتدار او تسلط ساحه پراخه کړي.
د انتخاباتو په شپه، په دمشق کې دوه بمي چاودنې وشوې چې د حکومتي خبري آژانس (سانا) په حواله، يو کس په کې وژل شوی او يو بل يې ټپي کړی دی.
د سوريې پارلماني انتخابات چې د اپريل مياشتې له پاره په نظر کې نيول شوي وو، د کرونا وبا په دليل، شاته وغورځول شول.
په انتخاباتي کمپايونو کې نوماندانو تر ټولو د مخه په سوريه کې شديد اقتصادي بحران او د دغه هيواد پولي واحد ته اشاره کوله.
د امريکا متحده ايالاتو له خوا لګول شوي نوي بنديزونه او د کرونا وبا د سوريې اقتصاد نور هم زيانمن کړی دی.
د سوريايي پوند ارزښت په چټکۍ سره ښکته کيږي، د پيسو تورم يا پړسوب لوړيږي او د خوراکي موادو بیې هم په تیر کال کې دوه برابره لوړې شوي دي.
په انتخاباتي کمپاينونو کې د بيو د لوړيدو پر ضد مبارزه، په سوريه کې د زيربناو بيا جوړونه او د بي ځايه شويو کورنیو د بيرته راستنيدو موضوع، هغه تر ټولو مهم مسائيل وو چې د نوماندانو له خوا خلکو ته د ژمنو په توګه مطرح کيدل.
د سوريې د پارلمان ۲۵۰ څوکيو ته د نوماندانو په ډله کې د بشارالاسد ډير متحدان هم شته چې د امريکا متحده ایالاتو او يا د اروپايي اتحاديې له بنديزونو سره مخ دي. د دوی په ډله کې د پارلمان غړی، محمد حمشو او سوداګر، خالد زبیدي هم دي.
دويچه وله د/م.ک.ص./م.ن.ص.