د امريکا د دفاع وزارت يوه وياند ستيو وارن، په واشنگټن کي ويلي دي چي هغه ستره پروژه داسي نه ده پيل سوې، لکه امريکا متحد ايالات چي ورته هيله من ول. تر اوسه پوري، يوازي د سوريې له «سلو څخه تر ۲۰۰» پوري جنگيالي د ترکيې او اردن په روزن کمپونو کي روزل سوي دي. ويل کيږي چي د دغي روزني له پاره د سوريې نزدې ۶۰۰۰ جنگياليو ځانونه ثبت کړي دي خو تر اوسه پوري يوازي ۱۵۰۰ کسان د ارزوني په مرحله کي بريالي سوي دي. د امریکا د دفاع وزارت وياند ويلي دي چي دا هم لږ پېچلې موضوع ده چي هغه جنگيالي چي په کورنۍ جگړه کي ښکېل دي دغو هيوادونو ته د روزني له پاره ولېږل سي. د امريکا د دفاع وزير اشتون کارتر د چهار شنبې په ورځ د کانگرس په غونډه کي وويل چي دا ستونزمنه ده چي د سوريې په ياغي ډلو کي دي په داوطلبه توگه داسي کسان تيار سي چي «اسلامي دولت» ډله خپله دښمنه وگڼي. د امريکا کانگرس د سوريې ياغيانو د روزلو او وسله وال کولو له پاره نزدې ۵۰۰ ميليونه ډالره ځانگړي کړي دي. افراطي ډلي «اسلامي دولت» پروسږ کال د عراق د شمال او سوريې ډېره برخه په خپل کنترول کي راوستله او په دغو سيمو کي ئې جنايتونه پيل کړل. امريکا متحد ايالات او متحدان ئې د ۲۰۱۴م کال له دوبي راهيسي په عراق او سوريه کي د داعش پر مرچلو او د وسلو پر زېرمو باندي هوايي يرغلونه کوي. د اسلامي دولت ډلي پرضد په مځکني جنگ کي واشنگټن د عراق د پوځ، کردي ملېشو او سوريې د ياغيانو ملاتړ کوي.
د داعش پرضد مبارزې ته د ايراني کردانو تمرينونه
له افراطي ډلي «اسلامي دولت» سره د مبارزې له پاره د عراق په کرد مېشته اربيل ښار کي ايراني کردي ځوانان او پېغلاني پوځي تمرينونه کوي. په دغه مبارزه کي ښځي له نارينو سره پر اوږه ولاړي دي. انځور: S. Hamed/AFP/Getty Images د فرانسې خبري آژانس د دغو انځورونو په خپرولو سره لیکي چي په دې وروستيو ورځو کي د عراق په اربيل ښار کي د کردانو له «پيشمرگي» ملېشې سره د ايران د کردانو ديموکرات گوند (KDP-Iran) غړي په پوځي تمرينونو اخته دي.
انځور: S. Hamed/AFP/Getty Images د عراق او کردستان د خپلواکمني ادارې چارواکي د نفو د صادراتو په برخه کي د شته وو اختلافاتو په حلولو لگيا دي، څو د «جهاديانو» پرضد په گډه مبارزه وکړي.
انځور: S. Hamed/AFP/Getty Images تر دې دمخه رسنيو خبر ورکړی وو چي ايراني کردانو عراق ته د اسلامي دولت ډلي ډلي پرضد مبارزې له پاره کردان لېږلي دي.
انځور: S. Hamed/AFP/Getty Images د کردانو ښځي هم له ډېر وخت راهيسي له خپلو نارينه وو سره اوږه پر اوږه په سنگر کي ولاړي دي.
انځور: S. Hamed/AFP/Getty Images کردان د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پرضد مبارزې په لومړۍ کرښه کي ولاړ دي.
انځور: S. Hamed/AFP/Getty Images د اسلامي دولت ډلي پرضد مبارزه کي کردانو له غرب څخه د وسلو او زغروالو وسايلو ضد وسلې غوښتي دي، څو وکولای سي له دغي خطرناکي ډلي سره مبارزه وکړي.
انځور: S. Hamed/AFP/Getty Images د راپورونو له مخي له اسلامي دولت ډلي سره په مبارزه کي تر اوسه پوري نزدې ۷۰۰ کردان وژل سوي دي.
انځور: S. Hamed/AFP/Getty Images د عراق په شمال کي کردان اصلي وسله والي ملېشې دي چي د اسلامي دولت ډلي پرضد وسله وال مقاومت کوي.
انځور: S. Hamed/AFP/Getty Images نړيواله ټولنه، له هغې ډلي آلمان د کردانو نظامي ملاتړ کوي.
انځور: S. Hamed/AFP/Getty Images په عراق کي د ايراني کردانو پوځي تمرينونه.
انځور: S. Hamed/AFP/Getty Images د آلمان حکومت په پلان کي لري چي له کردانو د «پيشمرگي» ملېشې د روزلو او پوځي مرستو د پراختيا طرحه د خپل هيواد پارلمان ته وړاندي کړي.
انځور: S. Hamed/AFP/Getty Images پر اربيل باندي يو کال دمخه يرغل سوی وو.
انځور: S. Hamed/AFP/Getty Images په عراق کي د ايراني کردانو پوځي تمرينونه.
انځور: S. Hamed/AFP/Getty Images د «اسلامي دولت» په نوم ترهگره ډله چي په عراق او سوريه کي ئې ډېري سيمي په خپل کنترول کي راوستلي دي، اوس د عراق د کردستان سيمي هم گواښي.
انځور: picture alliance/abaca د افراطي ډلي «اسلامي دولت» تروريستان.
انځور: Reuters