د سوريې د جگړې تلفات سلو زرو ته ورسېدل
۱۳۹۲ تیر ۵, چهارشنبهد سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې د ۲۰۱۱ کال د مارچ په میاشت کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد، پر ضد د پاڅون له پیلیدو راهیسې نزدې۱۰۰۲۰۰ کسان وژل شوي دي. په دغو کسانو کې ۳۶۶۰۰ ملکي وګړي، ۱۸۰۰۰ پاڅونکوونکي، ۲۵۴۰۰ سرتير او ۱۷۳۰۰ د دولتي ملیشو غړي شامل دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار اداره په لندن کې میشته ده او خپل معلومات په سوریه کې د ډاکترانو له شبکو او یو شمیر فعالانو څخه ترلاسه کوي.
د دغه سازمان په حواله د سوریې د کورنۍ جګړې د ملکي قربانیانو په ډله کې۳۳۰۰ ښځې او ۵۱۰۰ ماشومان هم شامل دي. د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دي چې په سوریه کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د پاڅونکوونکو په ډله کې۱۳۵۰۰ سوریايي پاڅونکوونکي، تر۲۵۰۰ ډیر بهرني جنګیالي او څه نا څه ۲۰۰۰ پخواني ناراضي پوځیان وژل شوي دي.
د دغه سازمان له خوا په خپاره شوي رپوټ کې دغه راز راغلي دي چې تر اوسه پورې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د لبنان د حزب الله ډلې ۱۶۹ تنه غړي هم وژل شوي دي. پر دې سربیره تر اوسه پورې د څه نا څه ۲۶۰۰ تنو مړي لا تر اوسه پورې نه دي پیژندل شوي.
د دې تر څنګ د هغو ۱۰۰۰۰۰ پاڅونکوونکو برخلیک هم نامعلومه ده چې اوس د بشارالاسد د پوځیانو په اسارت کې دي. پاڅونکوونکي هم په سلهاوو تنه پوځیان نیولي دي چې لا تراوسه پورې یې د برخه لیک په اړه څه نه دي ویل شوي.
د سوریې د کنفرانس په اړه بې پایلې مشورې
د سوریې په اړه د یوه ګډ کنفرانس له پاره د یوې نیټې د ټاکلو په موخه د امریکايي او روسي چارواکو ناستي هم بې پایلې پاتې شوې دي. د دغو دواړو هیوادونو استازو د سه شنبې په ورځ له یو بل سره د پنځو ساعتونو له پاره خبرې وکړې خو بیا هم هغوی کومې پایلې ته و نه رسیدل.
له دې کبله اوس ویل کیږي چې دغه کنفرانس ښايي د اګست او یا هم سپتمبر په میاشت کې جوړ نه شي. دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي په راتلونکې اوونۍ کې به د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو وزیران یو ځل بیا د سوریې په اړه له یو بل سر خبري وکړي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ګينادي ګاتیلوف، له امریکا سره د خپل هیواد ترمشورتي ناستې وروسته وویل: «د بیلګې په توګه په دغه کنفرانس کې د ايران د ګډون په اړه د نظر یووالی موجود نه وو.» امریکا متحده ایالاتو او روسیې تیره میاشت د سوریې د شخړې د پای ته رسولو په موخه د یوه ګډ نړیوال کنفرانس د جوړولو خبره کړې وه.
امریکا متحده ایالاتو په روانه میلادي میاشت کې پریکړه وکړه چې د بشارالاسد پر ضد جګړه کې د پاڅونکوونکو پوځي ملاتړ وکړي. دا په داسې حال کې ده چې روسیه اوس هم د سوریې رژیم ته وسلې ورکوي.