د روسيې او امريکا متحده آيالاتو کارپوهان به په راتلونکو ورځو کې سره ګوري څو د نورو هغو پوښتنو په هکله خبرې وکړي چې لا جواب شوې نه دي. د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير، جان کېري، له خپل سيال، سېرګي لاوروف، سره په يوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وويل: «موږ داسې موافقه نه غواړو چې د پلي کېدلو وړتيا ونه لري.»
د روسيې د بهرنيو چارو وزير هم دې ته اشاره وکړه چې د يوه ممکنه اوربند مخکې او د سوريې د کړکېچ د سوله يز حل وړاندې بايد لا ډېر ناحل سوالونه مطرح شي.
د دواړو سياستوالو په اند د النصره جبهې په څېر له تروريستي ډلو سره چلن يوه داسې پوښتنه ده چې بايد ورباندې خبرې وشي. د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير وويل چې له دې ټولو ستونزو سره سره د واشنګټن او مسکو تر منځ «اکثريت» هغه تخنيکي بحثونه حل شوي دي څو اوربند پلی او د جګړه ځپلو سوريايانو له پاره بشري مرستې پيل شي.
په ساعتونو اوږده مذاکرات
کېري او لاوروف په ژنيف کې تقريبا ۱۲ ساعته خبرې اترې وکړې چې کله نا کله پکې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، ستافان دې ميستورا، هم حضور درلود. نوموړي دغه هيله څرګنده کړې ده چې د سوريې په جګړه کې ښکېل اړخونه به په نژدې راتلونکي کې بېرته د خبرو اترو په موخه يوه مېز ته سره کښېني.
د امريکا متحده آيالات او روسيه په سوريه کې د متقابلو اړخونو څخه ملاتړ کوي: مسکو د ولسمشر بشار الاسد په تر ټولو نژدې ملګرو کې شمېرل کيږي په داسې حال کې چې واشنګټن د ياغيانو له بېلابېلو ډلو څخه ملاتړ کوي.
د متحده آيالاتو او روسيې په منځګړتوب د فبرورۍ مياشتې په پای کې هم د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ پر يوه اوربند توافق شوی وو، خو دغه اوربند سمدلاسه مات شوی وو. سربېره پر دې په هغه اوربند کې جهادي ډلې، لکه «اسلامي دولت» يا داعش او د النصره جبهه مستثنا وې.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.08.2016):
په حلب کې ویجاړۍ او ورځنی ژوند
حلب د سوریې ستر اقتصادي ښار وو. خو نن دا یوه ویجاړه دښته ده. د سوریې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ نښتو دلته خپلې نخښې پريښي دي. د یوه کلابند ښار ویجاړۍ او ورځنی ژوند په دې انځورونو کې کتلای شئ.
انځور: picture-alliance/dpa/WYD Krakow2016په داسي حال کې چې د ښار یوه برخه د ولسمشر بشارالاسد څواکونو په لاس کې ده، له بلې برخې څخه یې یاغیان دفاع کوي. دواړي برخي سختې زیانمنې شوي لکه دغه د بني زید سیمه.
انځور: Getty Images/AFP/G. Ourfalianځينې کوڅې او محلونه په بشپړه توګه لوټي شوي دي. مرستندویان تر هر برید وروسته د قربانیانو لټه کوي.
انځور: picture-alliance/AA/I. Ebu Leysژغورونکې عمله په کار بوخته ده
د یاغیانو په دې سیمه کې د اسد ځواکونو تر بریدونو وروسته د درنو ماشینونو په مرسته د ملبې د ټولو کار روان دی.
انځور: picture-alliance/AA/M. Sultanد یاغیانو سیمې ته د اسد ځواکونو د داخلیدو د مخنیوي په موخه له هري وسیلې کار اخیستل کیږي. په دې انځور کې لیدل کیږي چې په مشهد سیمه کې ټایرونو ته اور ورته کړل شوی څو برید ګر څه ونه لیدلای شي.
انځور: picture-alliance/AA/B. el Halebiچا چې کور له لاسه ورکړی باید ځانته یوه بله سرپنا پيدا کړي. خلک نه یوازې په خیمو کې اوسي، بلکې د ویجاړو شویو موټرو څخه هم د سرپنا په توګه کار اخیستل کیږي.
انځور: picture-alliance/AA/A.H. Ubeyedد سوریې حکومت د یاغیانو په ولکه کي سیمې پر اوسیدونکو د سیمې څخه د وتلو غږ کړی. دوی باید د ښار په شمال کې دغه کورونو ته پنا یوسي.
انځور: picture-alliance/AP-Photoمسجدونه هم لکه دلته د قمر الحمرا د ناحیې د عمر بن حطاب مسجد هم له څو کلونو راهيسي له کورنۍ جګړې خوندي نه دی پاته.
انځور: picture-alliance/AA/T. el Halebiجګړه د شپې له خوا هم روانه وي.سرې لمبې آسمان ته پورته کیږي. دا ځل د حکومتي ځواکونو د وسلې یو ډیپو په نخښه شوې.
انځور: picture-alliance/AA/M. Kurabد ویجاړیو په منځ کې باغچه
د ټولو ویجاړیو ترڅنګ انسانان باید د خپلې خیټې غم هم وخوري. عبدالله الختموي په یوه کوچنۍ ټوټه ځمکه ترکاري کرلې او په دې توګه په قسمي توګه ځان ته خواړه برابروي.
انځور: picture-alliance/AA/M. El Halabiد وچې ډوډۍ د ترلاسه کولو له پاره هم بايد زیاتره وخت خلک په اوږدو کتارونو کې ودریریږي. لکه دلته د حلب په شمالي برخه کې یعني د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمه.
انځور: Getty Images/AFP/K. Al-Masriد یو څو شیبو له پاره جنګ هیرول
د لوبو په دې ځای کې د حلب د ورځني ژوند یعني جګړو څخه د ماشومانو پام د یو څو شیبو له پاره اوښتې دی. د لوبو دا ځای د جولای میاشتي په سر کې په اتارب ناحیه کې جوړ کړل شو.
انځور: picture-alliance/AA/A.H. Ubeyedپه حلب کې داسې صحنې هم لیدل کیږي: د یاغیانو د سیمې ماشومان په کوڅو کې له پلاستکي توپکچو سره لوبې کوي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Alhalbiټول ځایونه لا وران نه دي. د سانته ماتلده دغه کلیسا تر اوسه په امان ده. دلته په سونو ځوانانو همدا څو ورځې تر مخه د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځله.
انځور: picture-alliance/dpa/WYD Krakow2016