د سوريې لانجه ـ که امريکا له ناټو ملګرو مرسته وغواړي
۱۳۹۶ فروردین ۲۰, یکشنبه
ترمپ په ترهګري ضد جګړه کې د ناټو زياتې هلې ځلې او ونډه غواړي. آيا هغه به له ناټو څخه په سوريه کي هم د ملاتړ غوښتنه وکړي؟ داسي ممکنه غوښتنه به کومې پايلې ولري؟
اعلان
د ناټو عمومي منشي، ينس ستولتنبېرګ وويل چې «د کيمياوي وسلو هر راز استعمال د منلو وړ نه دی او بايد حتما جواب هم ولري.» هغه په دې ډول په ډاګه کړه چې د ناټو په اصلي مقر کې هم د متحده آيالاتو له خوا د شويو هوايي بريدونو سره تفاهم موجود دی.
خو پوښتنه دا ده چې د ولسمشر ترمپ څه مقصد و کله چې يې وويل: «زه په ټولو متمدنو ملتونو باندې غږ کوم چې له موږ سره يو ځای دي کوښښ وکړي، چې په سوريه کې د خلکو حلالول او د وينې تويېدل بس شي.»
طبعا ترمپ کولای شي چې له ناټو څخه په سوريه کې هم پوځي ملاتړ وغواړي. خو په دې برخه کې هغه له پنځمې مادې څخه يادونه نه شي کولای چې هغه مهال پوره شوې وي چې د ناټو په کوم غړي هېواد باندې مستقيمه حمله شوې وي. يوازې يو وارې دغه حالت اعلان شو وو. هغه د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۱۱مه وه کله چې د سوداګرۍ پر نړيوال مرکز او پر پېنتاګون باندې تروريستي بريدونه وشول.
په سوريه کې اوس د زهرجنو موادو استعمال د ناټو له خاورې دباندې تر سره شوی دی. هغه يعنې «له ساحې دباندې» ماموريت دی، چې مثلا په ۱۹۹۹ کال په پخوانۍ يوګوسلاويا کې شوی وو. په دغسې ماموريتونو کې ګډون د ناټو غړو هېوادونو په خوښه تر سره کيږي.
تر اوسه پورې د دې له پاره نخښې نښانې هم نشته چې ترمپ به په سوريه کې له ناټو څخه مرسته وغواړي. د سياسي چارو کارپوه، ميشايل لويدرس له «آه ار دې» چېنل سره په مرکه کې وويل: «د دې له پاره ډېرې نخښې شته چې ترمپ به يوازې په دې يو بريد باندې بسنه وکړي. خو په دې اړه سړی يوازې حدس وهلی شي.»
که ترمپ له ناټو څخه د اسد د رژيم په وړاندې د ملاتړ غوښتنه هم ونه کړي، خو دا چې متحده آيالات د اروپايانو له خوا د تروريزم پر ضد زياتې هلې ځلې غواړي، څرګنده خبره ده. کېدای شي په دغه برخه کې زيات فشارونه وارد شي. خو دا په د اسې حال کې ده چې د ناټو ټول غړي په يو ډول نه، يو ډول په سوريه او عراق کې ښکېل دي. خو دغه هلې ځلې د ناټو په چوکاټ کې نه راځي.
ناټو خپله هم د «اسلامي دولت» يا داعش په وړاندې په جګړه کې ښکېله ده. د ناټو عمومي منشي، ينس ستولتنبېرګ وويل چې ناټو «عراقي افسران روزي او د داعش ضد له ائيتلاف څخه د اواکس اکتشافي الوتکو د لارې مرسته کوي.» خو اوس پوښتنه دا ده چې له دې وروسته به نورې کومې دندې په مخ کې پرتې وي.
داسې ښايي چې اروپايان به يو بل لا مهم سوال هم ولري. هغه دا چې د متحده آيالاتو او روسيې تر منځ اړيکي به له هوايي بريدونو وروسته اوس کوم لوري ته ځي؟ آيا په سوريه کې يو خطرناکه حالت رامنځ ته کيږي؟ دا به بيا هرومرو د ناټو له پاره جدي پايلې ولري چې تر اوسه پورې يې له مسکو سره د «فشار او ديالوګ» د دوه بعدي ستراتيژۍ په مټ سياست کړی دی.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.01.2016):
د ناټو پخوانی کمپ د معتادانو د درملني مرکز
په کابل کي د فونیکس په نامه کمپ، کې به امریکايي عسکرو تمرینونه کول خو اوس پکښې د معتادانو د پالني او درملني ترڅنگ هغوی ته منظم خواړه او د خوب تودې خوني ورکړل سوي. خو آیا دا هرڅه کافی دي؟
انځور: Reuters/A. Masood
د یوې سرپناه درلودل
په کابل کي په هیروینو اخته کسان. دغه تصویر د کابل ورځنی ژوند انځوروي. دا ځکه چی هر څوک چي پر لاره تيريږي هغوی د کابل سیند تر یوه پله لاندي ویني. اکثره یې کومه سرپناه نه لري. افغان حکومت د دې له پاره چي له هغوی سره د مخدرو موادو په پرېښوولو کي مرسته وکړي، اوس یې د ناټو په دغه پخواني کمپ کي له معتادانو سره د مرستي یو مرکز جوړ کړی دئ.
انځور: Reuters/A. Masood
په فونیکس کمپ کي د مخدرو موادو پریښوول؟
د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چي په دغه ځای کي د تقریباً زرو بې سرپناه او معتادو کسانو له پاره ځایونه سته. هغه زیاتوی چي دلته د معتادو کسانو روغتیا پالنه کيږي، منظمه ډوډۍ او د ژمي کالي وررسیږي او د هغوی انفرادي نظافت ته رسیدگي کیږي.
انځور: Reuters/A. Masood
خو وروسته به څه کیږي؟
د فیروز په حواله د مخدرو موادو د پریښوولو دغه پروگرام ۴۵ ورځي دوام کوي او وروسته بیا مریضان ټولني ته ورداخلیږي، خو بیا هم زیاتره یې بیرته معتاد کیږي. دا ځکه چی یوازي له مخدرو موادو څخه د بدن پاکوالی د راتلونکې له پاره هغوی ته کومه امیدواري نه ورکوي. دوی بیرته سړکونو ته ځي او ډیر ژر بيرته مخدرو موادو ته لاس رسی مومي.
انځور: Reuters/A. Masood
په ۲۰۱۵م کال کي لږ کوکنار کرل سوي
د دې له پاره چي د مخدرو موادو مخ پر زیاتیدونکې ستونزه کنترول سي، افغانستان اوس له مخدرو موادو سره د مبارزې په نوم یو ځانگړی وزارت لري. د تيرکال په دسمبر مياشت کي له مخدرو موادو او جنايي پیښو سره د مبارزې له پاره د ملگرو ملتو ادارې په ملاتړ د ۲۰۱۵م کال په اړه یو رسمي رپوټ خپور کړ. د دغه رپوټ پر اساس له ۲۰۰۹م کال راهیسي د اول وار له پاره د کوکنارو کرل نیمايي ته راکښته سوی.
انځور: Noorullah Shirzada/AFP/Getty Images
هر لسم افغان مخدر توکي کاروي
سربیره پردې د مخدرو موادو کارول اوس هم ډېر دئ. د اټکلونو له مخي د یو اشاریه نهو او دوه اشاریه څلورو میلیونو ترمنځ افغانان په مخدرو موادو اخته دي. په هغوی کي ښځي هم شاملي دي. زیاتره کسان د درد پر مهال تریاک کاروي، همدارنگه کوچنیانو ته یې هم د دوا په توگه ورکوي. هیروین بیا تر ټولو د مخه زیاتره نارینه ځانو ته پیچکاري کوي. دغه معتاد کس هڅه کوي له پولیسو څخه وتښتي.
انځور: Reuters/A. Masood
په اجباري توگه د مخدرو موادو پرېښوول
اکثره معتادان په داوطلبانه توگه دغه کمپ ته نه ورځي. ځیني یې په زور امنیتي چارواکي د کابل له سړکونو څخه راټول او دغه کمپ ته راوستل کیږي. د فونیکس په نوم کمپ له ۲۰۰۳م کال راهیسي موجود دی. د ۲۰۱۴م کال په پای کی کله چي امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، نو دغه کمپ د افغان حکومت په اختیار کي ورکړل سو.
انځور: Reuters/A. Masood
د افغانستان له پاره ډیره لویه ستونزه؟
له مخدرو موادو او جنايي جرمونو سره د ملگرو ملتونو د مبارزې ادرې په حواله په ټول هیواد کي مجموعاً ۱۲۳ دغه شان مرکزونه فعال دي. خو دا یوازي د لس سلنه معتادانو په درملنه کي مرسته کولای سي. د فونیکس کمپ تر ټولو لوی مرکز دی. خو دا به یوازي یو پیل وي، دا ځکه چي له مخدرو موادو سره د مبارزې له پاره تر اوسه پوري په افغانستان کي یوه دوامداره ستراتیژي نه سته.