د سوريې په اړه د روسيې او امريکا خبري
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبهامريکا او روسيه د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د می ۷) موافقه وکړه چي په سوريه کي ښکېلي غاړي د خبرو اترو له لاري په دغه هيواد کي د حل يوه لاره پيدا کړي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزير په مسکو کي د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين او بهرنيو چارو له وزير سرگي لاوروف سره د سوريې په اړه پنځه ساعته خبري وکړې.
امريکا او روسيې تر دې دمخه د سوريې په اړه بېل بېل نظرونه لرله. روسيه چي له ډيره وخته سوريې ته سلاوي صادروي د دغه هيواد د جمهور رئيس بشرالاسد سره نزدې اړيکي لري.
مسکو واشنگتن په دې تورنوي چي د سوريې رژيم د بدلون او ياغيانو د پلوۍ له پاره تلاښونو ئې په دغه هيواد کي وضعيت خراب کړی دئ. دا په داسي حال کي ده چي يو شمېر عربي هيوادونه پر روسيې باندي نيوکي کوي چي له خپل نفوذ څخه پر مشق باندي فشار نه راولي او په امنيت شورا کي د سوريې په اړه د پريکړو ممانعت کوي.
تر خبرو اترو وروسته د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه خبري غونډه کي خپل اختلافات ډير لږ وښوول. د روسيې د بهرنيو چارو وزير لاوروف وويل: «موږ موافقه وکړه، چي روسيه او امریکا به د سوريې حکومت او اپوزيسيون د خبرو اترو لارو ته تشويق کړو.»
لاوروف وويل، روسيه باور نه لري، چي د خبرو اترو اصلي شرط دي له قدرت څخه د بشرالاسد ليري کول وي. خو ټينگار ئې وکړ چي مسکو د سوريې د جمهور رئيس ملاتړ نه کوي: «موږ د يوه شخص د سرنوشت په اړه اندېښنه نه لرو، زموږ اندېښنه د سوريې د خلکو په اړه ده.»
جان کېري وويل چي له ولاديمير پوتن سره ئې «ډيري رغونکي، تودې او دوستانه» خبري لرلې. هغه وويل: «د امریکا متحده ايالتونه باور لري، چي له روسيې سره د سوريې په اړه گډي منافع لري: د سيمي ثبات او د هغو افراطيانو مخنيوی چي په سيمه يا نورو ځايونو کي ستونزي پيښوي. فکر کوم چي موږ دواړو د ژنيو په موافقه کي گډه کړنلاره منلې ده.»
دواړو وزيرانو وويل، تلاښ کوي چي د می مياشتي په وروستيو کي د سوريې د کړکېچ د حل په موخه د یوې حل لاري د موندلو له پاره يو کنفرانس جوړ کړي.
د دې کنفرانس د جوړيدو د وخت په اړه نړیوالو قدرتونو د جون مياشت بللې وه او ويل سوي ول چي په ژنيو کي به جوړ سي. د ژنيو موافقتنامه چي اجرا نه سوه، په سوريه کي د يوه انتقالي حکومت د جوړولو طرحه مطرح کړې وه.