د سوريې په اړه د سولي کنفرانس پای ته ورسېد
۱۳۹۲ بهمن ۱۲, شنبهټاکل شوې ده چې د سوريې په اړه د خبرواترو راتلونکی پړاو به د فیبرورۍ میاشتي پر لمسه نېټه باندي پیل شي.
د سوريي د درې کلن سیاسي کړکیچ پای ته رسولو په موخه روانو خبرواترو ته هغه وخت یوه بله ضربه ورسېده کله چې د سوريې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو موضوع پرسر د امریکا او روسيې تر منځ اخلافات لا زیات شول.
روسیه چې د سوريې رژیم یو کلک ملاتړ کوونکی هيواد دی د امریکا متحده ایالاتو هغه اندېښنې رد کړي دي چې ګويا د دمشق حکومت د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو نړیوال تړون د عملي کولو په برخه کې ځنډ کوي.
امریکايي چارواکو ویلې دي چې هغوی به له خپلو نړیوالو متحدینو سره یو ځای د سوريې پر حکومت فشار ډېر کړي چې د خپلو کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو په اړه خپله همکاري جاري وساتي.
د دغو چارواکو په خبره که سوريه په دې برخه کې خپلي همکارۍ ته په سم ډول دوام ورکړي نو د ملګرو ملتونو د پلان پر اساس به دغه پروګرام پر خپل ټاکلي وخت پای ته ورسیږي.
امریکايي چارواکي وايي چې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو په برخه کې د سوريي حکومت د سستۍ له امله کیدای شي د دغه پروګرام عملي کیدل څو اوونۍ وځنډیږي.
د مسکو حکومت وايي چې د بشارالاسد حکومت د تیر کال تړون په نیک نیت سره عملي کوي او د زهرجنو ګازو د له منځه وړلو له پاره د جون میاشتي تر۳۰ نېټې مهلت باقي پاته دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېړي ټینګار کړی دی چي له سوريې څخه د کيمياوي وسلو د ايستلو په برخه کي بايد د سوريې حکومت بهانې نه وکړي، څو دغه پروسه پر خپل ټاکلي وخت باندي پای ته ورسیږي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي لخضر ابراهیمي په سوريه کې د امنیت د ثبات په هکله یوې موافقي ته د رسیدلو له پاره خپل کوښښونه جاري ساتلي دي.
ابراهیمي د جمعې په ورځ وویل چې د سوريې اپوزیسیون به د فيبرورۍ میاشتي پر لسمه نېټه د خبرو اترو د دوهم پړاو له پاره حاضر وي، خو د سوريي د حکومت له خوا داسي کومه امیدواري ښوول شوې نه ده.
په دغو خبرو اترو کې د دمشق حکومت استازو ویلې دي چې د خبرواترو په دوهم پړاو کې د ګډون پر راضي کیدو دمخه غواړي له خپل حکومت سره مشوره وکړي.
په دې اړه ابراهیمي وویل: «هغوی ماته دا نه دي ویلي چې د خبرو اترو په دوهم پړاو کې د نه ګډون په هکله فکر کوي.»
د خبرواترو د لومړي پړاو تر پای ته رسیدو وروسته، ابراهيمي د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې د دمشق استازي به په دغو خبرواترو کې ګډون ولري.
براهیمي په سوریه کې د رواني کورنۍ جګړۍ د پای ته رسولو په موخه لس ټکي ياد کړي دي. داسي احساس کیږي چې ګويا د اسد رژیم او اپوزېسیون استازي یعنی دواړه ښکېلي خواوي پر دغو ټکو سره موافقه لري.
د ابراهیمي په خبره هغه څه چې دواړو خواو منلي دي، هغه پر ډیرو موضوعاتو د نظر یوالی دی. دا خبره ډیره مهمه ده چې د تیري یوې اوونۍ په موده کې د سوريې حکومت او اپوزیسیون په خپل دریځ کې هیڅ ډول نرمي ښوولې نه ده.
اپوزیسیون د یوه داسي انتقالي حکومت پر جوړیدو ټینګار کوي چې په هغه کې بشارالاسد هیڅ رول نه ولري، په داسې حال کې چې د اسد رژیم استازي بیا وايي چې په لومړي ګام کې په سوريه کې د ترهګرۍ د پای ته رسولو موضوع مهمه ده.
خو ابراهیمي بیا وايي: «پرمختګ ډیر پڅ دی، خو په دغو خبرواترو کې د دواړو اړخونو ګډون د منلو ترحده معقول وو».