د سوريې په زندانونو کي د شکنجې رپوټ ورکړل شوی دئ
۱۳۹۰ اسفند ۲۴, چهارشنبهاعلان
د بخښني د نړیوال سازمان د يوه رپوټ پر اساس د سوريې د حکومت پر ضد د احتجاجونو او مقاومت له پیل څخه را په دیخوا د دغه هيواد په محبسو کي په سل هاوو بنديان شکنجه او کړول کيږي.
په رپوټ کي راغلي دي چي د شکنجې حالت او اندازه يو نوی شکل اخيستی دئ، او هغه د ۷۰ او ۸۰ مو کلونو د حکومت ډير وحشيانه اعمال راپيادوي.
له محبس څخه راخلاص سوي کسان او عيني شاهدان د شکنجې د ۳۱ مختلفو ميتودو څخه خبري کوي چي حکومتي امنيتي کسان ئې د بنديانو په مقابل کي استعمالوي.