د آلمان خبري آژانس د «سپین خولیو» د مرستندویه سازمان له قوله رپوټ ورکړی دی چې چې پر صراغب ښار باندې د حملې په ترڅ کې نهه تنه ټپیان شوي دي چې درې تنه پکښې د دوی د سازمان دي. دغه ښار چې د ادلب په ولایت کې موقعیت لري، د یاغیانو په لاس کې دی.
د سپین خولیو، د رپوټ له مخې په دغه برید کې له کلور ګاز څخه استفاده شوې ده. لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د عیني شاهدانو له قوله رپوټ ورکړی دی چې پر صراغب باندې د دولتي الوتکو د برید پر مهال په هوا کې بد بوی خپور شوی دی.
په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د سوریې په جګړه کې له زهرجن ګاز څخه د استفاده رپوټونه وارزوي.
د پنجشنبې په ورځ (د فرورۍ لومړۍ نیټه) د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سوریې دولت تورن کړی وو چې د زهرجن ګاز تولید او د خپلو مخالفینو پر وړاندې له هغې څخه استفادې ته ادامه ورکړې ده.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دغه تورونه بې بنسټه بللي وو او ویلي یې وو چې دغه هیواد خپلې ټولې کیمیاوي وسلې د اتومي وسلو د له منځه وړلو سازمان په اختیار کې ورکړي دي.
په ۲۰۱۳م کال کې نړیوالو فشارونو سوریه دې ته اړ کړه چې خپلې کیمیاوي وسلې د نوموړي سازمان په اختیار کې ورکړي. د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د دولتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ نښتې چې د ۲۰۱۷م کال د دسمبر له ۱۵ راهیسې یې زور اخیستي په ادلب کې ۲۷۰ زره انسانان د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.
د روسیې له خوا په بریدونو کې زیاتوالی
د ورکړل شوو رپوټونو له مخې روسي ځواکونو د سوریې په شمال کې په بیلا بیلو سیمو کې د دوشنبې له ورځې راهیسې خپلو بریدونو ته زور ورکړی. د رویترز خبري آژانس د سوریې د غیر پوځي کسانو د محافظت د سازمان له قوله رپوټ ورکړی دی چې په معرة النعمان، ښار کې یو روغتون تر برید لاندې راغلي دی او د ادلب په ښار کې هم یو پنځه پوړیزه ودانۍ ویجاړه شوې ده. د رپوټونو له مخې یوازې په ادلب ښار کې پنځلس تنه وژل شوي دي.
څارونکي اټکل کوي چې د روسیې له لوري په بریدونو کې زیاتوالی ښایي په ادلب کې د دغه هیواد د یوې جنګي جیټ الوتکې راغورځولو ته غبرګون وي. د اسد مخالفین چې ادلب ولایت تر خپل کنترول لاندې لري د فبرورۍ په دریمه نیټه معرة النعمان ته څیرمه یوه روسۍ سوخو Su25 ډوله جنګي الوتکه راغورځولې وه.
زموږ له آرشیف څخه:
تيرکال د کوم هیواد څومره پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي؟
تيرکال آلمان ته د مهاجرو په راتګ کې څرګند کمښت لیدل کیږي. په ۲۰۱۷م کال کې ۱۸۰ زره، په ۲۰۱۶م کال کې ۲۸۰ زره او په ۲۰۱۵م کال کې شا او خوا یو میلیون کسان د پناه په لټه کې آلمان ته راغلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinisپه ۲۰۱۷م کال کې هم آلمان ته تر ټولو زیات مهاجر له کورنۍ جګړې سره لاس او ګرایوان هیواد سوریې څخه راغلي دي. د آلمان د کډوالو او مهاجرو د فدرالي ادارې د معلوماتو له مخې تيرکال د سوریې تر پنځوسو زرو زیاتو وګړو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. کابو ۹۲ سلنه سوریایانو ته پناه ورکړل شوې ده.
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinisآلمان ته د راغلي پناه غوښتونکو په نوملړ کې عراق بیا دوهم ځای لري او په ۲۰۱۷م کال کې تر۲۳۶۰۰ زیاتو عراقیانو آلماني چارواکو ته د پناه غوښتنې عریضې وړاندي کړي دي. په دغه ترڅ کې تر۵۶ سلنه زیات عراقیان د پناه مستحق ګڼل شوي دي.
په ۲۰۱۷م کال کې آلمان ته د راغلو افغانانو شمیر تر هغې د تیرکال په پرتله اته سلنه کم وو، خو بیا هم افغانان دریمه لویه ډله ده چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه کړې ده. تر ۱۸۰۰۰ زیاتو افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده. په آلمان کې د افغانانو د پناه غوښتنې د قبلیدو سلنه آن تر پنځوسو هم ټیټه ده او شا او خوا ۴۴ سلنې ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissenد افریقایي هیواد اریتریا تر لسو زرو زیاتو وګړو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.
انځور: picture alliance/dpa/U. Zucchiپه ۲۰۱۷م کال کې له ایران څخه شا او خوا نهه زرو کسانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. په آلمان کې د هغوی د پناه غوښتنې د قبلیدو فیصدي د پنځوسو په شا او خوا کې ده.
انځور: DW/R. Shirmohammadiپه ترکیه کې د ناکامې کودتا تر هڅې وروسته د دغه هیواد حکومت په پوځ او نورو دولتي ادارو کې ډېر کسان له دندو ګوښه کړل. تر هغې وروسته کابو اته نیم زرو ترکانو په آلمان کې د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي. هغوی ته د پناه ورکولو سلنه ۲۸ ته رسیږي.
انځور: Imago/Chromeorange/M. Schroederافریقایي هیواد نایجیریا څخه هم تیر کال ۸۳۰۰ پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي دي. خو یوازې د ۱۷ سلنه نایجیریايي مهاجرو د پناه غوښتنه منل شوې ده.
انځور: A.T. Schaeferآلمان ته د راغلو مهاجرو په نوملړ کې اووم ځای هم افریقایي هیواد سومالیا خپل کړی دی. په تیر میلادي کې تر اووه نیم زره زیات سومالیایي وګړي د پناه په لټه کې آلمان ته رسیدلي دي. د نورو افریقایي هیوادونو په پرتله د سومالیا د وګړو د قبلیدو چانس زیات وو.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Skolimowskaپه ۲۰۱۷م کال کې له روسیې سره تړاو درلودونکي شپږ زره کسان د پناه په لټه کې آلمان ته رسیدلي، خو د هغوی د قبلیدو سلنه شا او خوا نهو ته رسیږي.
انځور: Dimitriy Chunosov۱۰۔ هغه کسان چې هویت یې نه دی معلوم
په ۲۰۱۷م کال کې لسم ځای هغو پناه غوښتونکو خپل کړی چې آلماني چارواکو ته د هغوی د اصلي هویت په هکله معلومات نه شته. د آلمان د کډوالو او مهاجرو چارو فدرالي ادرې په وینا د دغه ډول کسانو شمیر څلور نیم زره کسانو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deckله ۲۰۱۱م کال وروسته د لومړي ځل له پاره پاکستان د هغو لسو مخکښو هیوادونو په نوملړ کې نه راته چې وګړو یې په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. په ۲۰۱۷م کال کې شا او خوا څلور نیم زره پاکستانیانو آلماني چارواکو ته د پناه غوښتنلیکونه وړاندي کړي دي.
انځور: Privat