د سوریې پوځ ویلي دي چې اسرائیلو یې پر یوې مهمې هوايي اډې چې له پلازمینې دمشق څخه ډیره لیرې نه ده پرته، توغندي توغولي دي. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې په دې پیښه چا ته مرګژوبله اوښتې او که نه.
انځور: picture alliance/AP Photo/H. Ammar
اعلان
د سوریې دولتي تلویزیون ویلي دي چې لږ تر لږه اته توغندي د پنجشنبې په شپې ناوخته د دېهیواد پر «میزا پوځي هوایي» ډګر باندې توغول شوي دي.
دغه هوایي ډګر یوه ستراتیژیکه اډه ده او ډیر وخت د سوریې د ځانګړي جمهوري ځواک له خوا کارول کیږي. له همدې ځایه تر دې مخکې دمشق ته نزدې د پاڅون کوونکو تر ولکې لاندې پر سیمو باندې د توغندیو بریدونه کیدل.
د سوریې پوځ لا تر اوسه پورې نه ده روښانه کړې چې ایا د دغو چاودنو له کبله مرګژوبله رامنځ ته شوې او که نه، خو په یوې بیانیه کې یې اسرائیلو ته د برید د عواقبو په اړه ګواښ ټینګار کړی.
اسرائیلو لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې دغه هیواد په سوریې کې د لبنان پر حزب الله ډلې باندې بریدونه کړي وو. حزب الله اوس د اسد د ځواکونو تر څنګ د پاڅونکوونکو پر ضد جنګریږي.
سوریه او اسرائیل اوس په رسمي توګه یو له بل سره په جنګي حالت کې دي. دغه حالت په ۱۹۶۷ کال کې د اسرائیلو له خوا د ګولن د لوړو تر نیولو وروسته رامنځ ته شو. نړیواله ټولنه دغه اشغال په رسمیت نه پیژني.
لس هيوادونه چي تر ټولو زيات انسانان ورڅخه مهاجر شوي
سوريه د هغو لسو هيوادونوکې لمړی ځای لري چې په ۲۰۱۶ کال کې یې اروپا ته تر نورو زیات مهاجر راغلي. دغه هيوادونه د اروپا د همدې کال ۷۶ سلنه مهاجر تشکيلوي. پاتې نور کوم هیوادونه دي؟
انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Giannakouris
افغانستان ۱۲ سلنه
په ۲۰۱۶ کال کې له سورېې څخه وروسته په لسو هيوادونو کې دويم هيواد افغانستان دی چې اروپا ته یې زيات شمير اتباع مهاجر شوي دي. د دغو لسو هيوادونه په ۲۰۱۶ کال کې د اروپا ۷۶ سلنې مهاجرو تشکيلوي. اروپا ته په دغه کال کې یوازې د اوبو له لارې نژدې ۳۵۹ زره مهاجر راغلل.
انځور: picture-alliance/AA/Governorship of Gaziantep
نايجريا ۱۰ سلنه
د يونيسف ادارې د ارقامو له مخې، نايجريا دريم هیواد دی چې په ۲۰۱۶ کال کې ورڅخه ډیر خلک اروپا ته مهاجر شوي. نايجريايي مهاجر په دغه کال کې د اروپا د ۷۶ سلنې مهاجرو څخه ۱۰ سلنه برخه تشکيلوي.
انځور: Getty Images/C. McGrath
عراق ۸ سلنه
په ۲۰۱۶ کال کې اروپا ته د مهاجرت په بهير کې تر سوريې، افغانستان او نايجريا وروسته عراق راځي. دغه هيواد د لسو هيوادونو له مهاجرو څخه ۸ سلنه برخه تشکليوي او په څلورم مقام کې راځي.