د سوریې د اساسي قانون ټولپوښتنه د زورزیاتیو سره ملګرې وه
۱۳۹۰ اسفند ۸, دوشنبهاعلان
په سوریه کي په اساسي قانون کي د شخړه يیزو اصلاحاتو د راوستلو له پاره د رایو اخیستل، د نوو زورزیاتیو تر سیوري لاندي تر سره سول.
په دغه هیواد کي له شاوخوا ۱۴میلیونو اتباعو څخه غوښتنه سوې وه، تر څو داسي مسوده رامنځته کړي چي د بعث د ګوند رهبري ته پس له پنځو لسیزو خاتمه ورکړي او په دې ډول د جمهوري رياست دوره، دوه واره د اوو کلونو له پاره محدوده کړای سي.
د فعالانو په حواله په دې اړه رایه اخیستنه د هیواد په اکثرو ځایونو کي بایکاټ سوه. ویل کیږي چي حتی د د مشق په نسبتاً آرامه ښار کي لا انتخاباتي حوزو ته ډېر لږ کسان ورغلل. تر اوسه پوري لا د دغو رایه ګیریو نتیجه معلومه نه ده.
په دې تر څ کي په سوریه کي زورزیاتی هماغسي ادامه لري، یوازي د تېري یکشنبې په ورځ لږترلږه ۳۰ تنه له منځه تللي دي.