1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د مؤقت حکومت مشر د "سولې او ثبات" غوښتونکی سو

۱۴۰۳ آذر ۲۱, چهارشنبه

د سوریې د انتقالي حکومت مشر محمد بشیر له "الجزیرې" سره د مرکې په ترڅ کي ټینگار وکړ چي اوس د دې وخت رارسېدلی دی چي د سوریې خلک له "ثبات او سولې څخه خوند واخلي". امریکا د یوه همه شموله حکومت د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

	
سوریه: د نوي انتقالي حکومت مشر ، محمد ال بشیر
د سوریې د مؤقت حکومت مشر د "سولې او ثبات" غوښتونکی سوانځور: Omar Haj Kadour/AFP/Getty Images

په سوريه کي د څه د پاسه ۵ کلنې کورنۍ جگړې له یو څه آرامیدو وروسته، د نوومبر پر ۲۷ له ادلیب څخه تر حلب پورې د اسلامپالو یاغیانو په برید او د دغه مهم ښار په نیولو سره، د سوریې نورو برخو ته د هغوی د ګړندي پرمختګ شدت زیات سو. د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته، اوس په سوریه او سیمه کي نوي پرمختگونه روان دي.

د سوریې د انتقالي حکومت صدراعظم د خپلې دندې له پرغاړه اخیستو وروسته، له رسنیو سره په خپلې لومړنۍ مرکه کي په دغه هیواد کي د "سولې او ثبات" غوښتنه وکړه. د هیئت تحریر شام یاغیانو د سه شنبه په ورځ ( ۲۰۲۴ م کال د دسمبر ۱۰) د یوې وینا په خپرولو سره اعلان وکړ چي محمد بشیر به د ۲۰۲۵م کال د مارچ میاشتې تر لومړۍ نیټې پوري په انتقالي دورې کي د صدراعظمۍ دنده پر غاړه ولري.

بشیر له "الجزیرې" رسنۍ سره په خبرو اترو کي څرگنده کړه: «اوس د دې وخت رارسېدلی دی چي خلک له سولې او ثبات څخه برخمن سي.»

نوموړي د سې شنبې په ورځ د نوي انتقالي حکومت د غړو او همدارنگه د بشار الاسد د کابینې د ځینوغړو په حضور کي، په دمشق کي د انتقالي حکومت د کابینې لومړنۍ غونډه جوړه کړه.

بشیر په ۱۹۸۳م کال کي د ادلیب ولایت په جنوب جبل الزاویه، کي زیږیدلی او په ۲۰۰۷م کال کي د برق د انجینیرۍ په رشته کي د حلب له پوهنتون څخه فارغ سوی دی. هغه مخکي له دې په ادلیب کي د په اصطلاح "د سوریې د نجات حکومت"  د تشکیلاتو مشر ؤ.

امریکا په "لومړنۍ اړیکه کي"له سوري یاغیانو وغوښتل چي د همه شموله حکومت ملاتړ وکړي

د امریکا حکومت د هیئت تحریر شام له ډلې سره چي له واک څخه د بشار الاسد  د راپرځیدو سبب سوه، په لومړنۍ اړیکه کي وغوښتل چي داسي فکر ونکړي چي په اتوماتیک ډول به د دغه هیواد رهبري پر غاړه ولري، بلکي د هغه پرځای باید د یوه همه شموله انتقالي حکومت د جوړیدو ملاتړ وکړي.

د رویترز خبري آژانس د دوو امریکايي چارواکو او د کانګرس د یوه مرستیال په حواله چې له دې ټیلیفوني تماس څخه خبر سوي، لیکلي چې له هیئت تحریر شام سره د جوبایډن د ادارې تماس د ترکیې په ګډون په منځني ختیځ کې د واشنګټن له متحدینو سره په همغږۍ سره ترسره سوی و.

له هغوی څخه یوه چارواکي د رویترز خبري آژانس ته وویل چی د بایدن حکومت او همدارنگه د امریکا د منتخب ولسمشر ترمپ ټیم چي په جنورۍ کي به خپله دنده پیل کړي، د دغو اړیکو له بهیر څخه خبر کړای سوي وه. د دغې باخبره سرچینې په حواله چي نه یې غوښتل نوم یې رسوا سي، د امریکا متحده ایالات په سوریې  کي د یوه رسمي حکومت د جوړیدو له پاره د لومړنیو هڅو د مرستو په هدف، هیئت تحریر شام ته ځیني پیغامونه استولي دي. 

دغو باخبرو سرچینو له دې خبري ډډه وکړه چې ایا دغه پیغامونه مستقیما له واشنګټن څخه استول سوي او که د منځګړي له لارې دغې ډلې ته رسېدلي دي.

امریکا متحده ایالاتو ټینگار کړی دی چي د سوریې  انتقالي حکومت باید د سوریې د خلکو د هیلو استازیتوب وکړي او واشنګټن به د نوي مشرانو د ټاکلو له پاره له رسمي پروسې پرته د هیئت تحریر شام د حکومت ملاتړ ونه کړي.

ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب