1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د سوریې د کیمیاوي وسلو په شکمن برید کې لسګونه کسان وژل شوي

۱۳۹۷ فروردین ۱۹, یکشنبه

په سوریه کې خیریه سازمانونو رپوټ ورکړی چې د دې هیواد په شرقي غوطه کې یاغیانو په پاتې سنګرونو باندې د کیمیاوي وسلو شکمن برید ترسره شوی دی. د سوریې حکومت بیا دغه ادعا رد کړې او داسې ویره شته چې د برید تلفات به هم لوړ شي.

Syrien Eastern Ghouta
انځور: picture alliance/AA/Halil el-Abdullah

د سپینې خولۍ راضاکارانو پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د شنبې په ورځ د سوریې په دوما ښار باندې یو چورلکې له کیمیاوي موادو ډک بیرلي بمو غورځولی دی چې له امله یې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور بیا ټپیان دي. 

په عین وخت کې د روغتیايي پاملرنې او خیریه سازمانونو ټولنې (UOSSM) ویلي چې امکان لري [د برید] په پایله کې د تلفاتو شمیر ان له ۱۰۰ کسانو هم واوړي. یاد سازمان همدا راز رپوټ ورکړی چې په شرقي غوطه کې په دغه ترسره شوي برید کې له ۵۰۰ ډیر کسان ټپیان دي.

د سوریې پلازمینې دمشق ته څیرمه د مخالفینو د وروستي مرکز د بیرت نیولو له پاره د روسیې له ملاتړه برخمن [د سوریې] حکومتي ځواکونو خپلو عملیاتو ته مخ پر وړاندې شدت ورکړی دی. د روسیې د ملاتړ برخمن د سوریې د رژیم او د مخالفو جنګیالو د اوربند د معاملې د رپوټونو سربیره، د بریدونو په هکله د رپوټونو دغه لړۍ هغه وخت پیل شوه چې تر لومړني برید وروسته، د هوا له لارې بریدونو د شرقي غوطې ځینې سیمې تر اور لاندې ونیولې.

ضد او نقیصې شمیرې او د دمشق لخوا د تورونو ردول

د سوریې – امریکا روغتیايي ټولنې یا (SAMS) چې د روغتیايي مرستو په برخه کې فعالیت کوي بیا ویلي چې یو کلوریني بم د دوما روغتون ویشتلی چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي. یاد سازمان همدا راز زیاته کړې چې یو بل برید چې په هغه کې هم «میکس شوي زهرجن ګاز» کارول شوي وو، روغتون ته څیرمه یوه بله ودانۍ ویشتلې ده.

په امریکا کې میشت د سوریې – امریکا روغتیايي ټولنې مرستیال باصل ترمانیني د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې د کیمیاوي برید په پایله کې د وژلو شوو کسانو شمیر ۳۵ کسانو ته رسیدلی دی.

انځور: picture-alliance/Xinhua/A. Safarjalani

په عین وخت کې د سوریې حکومتي آژانس سانا بیا دغه رپوټونه رد کړي دي. سانا خبري آژانس ویلي: «ځینې رسنۍ چې له ترهګرو سره په ملاتړ مشهورې دي، ادعا کوي چې په دوما ښار کې د عملیاتو پرمهال د دمشق ښار او څیرمه سیمو باندې د ترهرګو سازمانونو د بریدونو په ځواب کې [د سوریې] پوځ کیمیاوي وسلې کارولي دي.»

رامي عبدالرحمن، په لندن کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې هغه نشي کولی دا تائید کړي چې ګواکې کیمیاوې وسلې کارول شوي دي. خو دغه سازمان بیا د دې پخلی کړی چې د شنبې په ورځ په دوما کې د بمو اچونې له امله د رامنځ ته کیدونکي دود په پایله کې د تنفسي ستونزې له امله ۸۰ ملکیان وژل شوي دي.

انځور: picture alliance/AA/H. Muhtar

بل لوري ته بیا د امریکا متحده ایالاتو د شنبې په ماښام ناوخته ویلي چې دوی وضعیت تر څار لاندې نیولی او که چیرته کیمیاوي وسلې کارول شوي وي، نو روسیه باید ګرمه وپیژندل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسمشر بشارالاسد رژیم ته په اشارې سره ویلي: «پر خپلو خلکو باندې د دې دې رژیم د کیمیاوي وسلو سابقه د انکار وړ نه ده.» اعلامیه وړاندې زیاتوي چې بالاخره په کیمیاوي وسلو سره د ګڼ شمیر سوریایانو په خونړي هدف ګرځولو سره، باید روسیه مسووله وګڼل شي.

د روان کال په مارچ میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی وو چې دوی به په سوریه کې د هر راز کیمیاوي وسلو د برید پر وړاندې اقدام وکړي. په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبینزیا بیا ویلي چې د سوریې په شرقي غوطه کې د روسیې له ملاتړه برخمن پوځي عملیات د ترهګرې ضد د ماموریت یوه برخه ده.

زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب