1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې، روسیې او ترکیې د دفاع وزیرانو په مسکو کې سره لیدلي

۱۴۰۱ دی ۸, پنجشنبه

د سوریې، روسیې او ترکیې د دفاع وزیرانو د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې سره ولیدل. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د څه مودې راهیسې د دمشق پر وړاندې خپل دریځ بدل کړی دی.

Türkei | Militäroffensive gegen kurdische Stellungen im Nordirak und in Nordsyrien
انځور: DHA/Demirören Nachrichten Agentur

د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وضاحت ورکړی دی چې په دې لیدنه کتنه کې «د سوریې کړکیچ پای ته رسولو له پاره پر امکاناتو، د مهاجرو پر ستونزو او په سوریې کې د افراطي ډلو پر وړاندې پر ګډې مبارزې» بحث وشو.

دا په ۲۰۱۱م کال کې د سوریي د جګړې د پيل راهیسې د سوریې او ترکیې د استازو تر منځ د وزیرانو په کچه لومړۍ لیدنه کتنه وه. تر اوسه پورې د انقرې او دمشق تر منځ اړیکې د شخړو له کبله متشنج ګڼل کیدل. هم ترکیه او هم روسیه د سوریې په شخړه کې ښکیل دي. مسکو په دمشق کې د حکومت ملاتړ کوي او انقره بیا د یاغیانو ملاتړ کوي.

ترکیې په سوریه او عراق کي د کردانو پر مورچلونه باندي هوايي بمبارۍ کړي

د مسکو په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې په لیدنه کې ښکیلو اړخونو د چهارشنبې په ورځ پر رغوونکو خبرو اترو ټینګار وکړ. د ترکیې دفاع وزارت تائیده کړې ده چې دغه لیدنه کتنه په یوه مثبته فضاء کې ترسره شوې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اونیو راهیسې د سوریې په شمال کې د کردي ډلو پر وړاندې د یرغلیز برید ګواښونه کوي. د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي آکار تیره اونۍ اشاره کړې وه چې ترکیه له سوریې سره په تماس کې ده، څو د سوریې هوایي حریم د ترکیې د جنګي الوتکو د پروازونو له پاره پرانیستل شي.

د ترکیې حکومت د استانبول د برید پړه پر وسله والو کردانو اچوي

انقره په سوریې د شخړې د پيل راهیسې د یاغي ډلو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ۴ میلیونه سوریایي مهاجرو ته پناه ورکړې ده.

اردوغان په حقیقت کې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د سرسخت دښمن په توګه په دې وروستیو کې خپل دریځ بدل کړی دی. اردوغان د روان کال د دسمبر په نیمایې کې له خپل سوریایي سیال سره یوه ملاقات ته اشاره کړې وه، دا په داسې حال کې ده چې اردوغان مخکې تر دې بشارالاسد یو «قاتل» بللی و.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب