د سوریې ولسمشر د نړیوالې جګړې خبره کړې
۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۱, جمعهد سوریې ولسمشر بشارالاسد له یونانۍ ورځپاڼې کاتیمیرني، سره په مرکه کې د هغه پر هیواد باندې د کیمیاوي وسلو د کارونې تورونو، په سوریې کې د امریکایي ځواکونو د حضور او د دې هیواد اووه کلنې جګړې ته د سیاسي حل موندلو امکان په اړه خبرې کړې دي.
اسد د سوریې جګړه، له نړیوالې جګړې سره پرتله کړه او ویې ویل چې د سوريې جګړه «تر سړې جګړې یو څه ډیر او تر بشپړې جګړې یو څه کم وضعیت دی».
په ۲۰۱۱م کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل سره، د دې هیواد شخړه اوس په یوې داسې منازعې بدله شوې ده چې ډیر هیوادونه پکښې ښکیل دي. په دې هیواد کې اوس د امریکا متحدو ایالاتو، روسيې، ایران او اسرائیلو په ګډون نړیوال او ځايي قدرتونه او غیر دولتي فعالان ښکیل دي.
اسد په دې مرکه کې وویل: «زه هیله لرم چې د لویو ځواکونو تر منځ مستقیمې نښتې رامنځ ته نه شي، ځکه هغه وخت به نو هر څه د پاتي نړۍ له پاره له کنتروله ووځي.»
اسد په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي دي چې تر دې مخکې اسرائیلو په سوريه کې د ایران اهداف بمبار کړل. د اسرائیلو د دفاع وزیر ویلي دي چې هیواد یې دغه برید د ګولن پر هسکو په ایران پوري تړلو ځواکونو له خوا د توغندیو د توغولو په ځواب کې شوی دی.
موږ کیمیاوي وسلې نه لرو
اسد په مرکه کې ویلي دي چې هیواد یې د ملګرو ملتونو د اعلامې پر اساس خپلې کیمیاوي وسلې نړیوالو چارواکو ته سپارلې دي. هغه زیاته کړې ده: «موږ له ۲۰۱۳م کال راهیسې کله چې مو خپلې کیمیاوي وسلې پریښودې، نور دغه شان وسلې نه لرو.»
هغه زیاته کړه: «د اتومي وسلو د منع سازمان په دې اړه څیړنې وکړې او دا روښانه ده چې موږ کیمیاوي وسلې نه لرو.»
د کیمیاوي وسلو د منع سازمان په ۲۰۱۴م کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیې پر اساس د سوریې د کیمیاوي وسلو له منځه وړل پیل کړل. خو امریکا متحد ایالات او اروپايي ټولنه بیا هم پر دمشق باندې پر خپلو مخالفینو او ملکي وګړو باندې د کیمیاوي وسلو د کارونې تورنه لګوي.
یوازي تیره میاشت د کیمیاوي وسلو په یوه شکمن برید کې شاوخوا ۴۹ کسان ووژل شول او امریکا او اروپا یې پړه د اسد پر رژیم واچوله. خو اسد دغه څه ردوي او وایي چې دا د سوریې پر پوځ باندې د برید یوه پلمه ده.
یوه ورخ باید زه واک پریږدم
د سوریې ولسمشر وویل چې هغه به په ځانګړو شرایطو له خپلې دندې ګوښه شي، خو ټینګار یې وکړ چې دغه کار به د یوه سیاسي حل لارې په چوکاټ کې ترسره نه کړي. اسد وویل: «کله چې زه احساس وکړم چې د سوریې خلک نه غواړي چې زه نور پاته شم، البته چې زه باید ګوښه شم، پرته له کوم ځنډ څخه.»
خو اسد ټینګار وکړ چې اوس د سوريې اکثره وگړي د هغه ملاتړ کوي. د سوریې په روانه کورنۍ جګړه کې چې له ۷ کلونو راهيسي پيل سوې ده، تر اوسه پورې ۳۵۰ زره کسان وژل شوي او د دې هیواد نیم نفوس بېځایه شوی دی.
که څه هم څو وارې د دې هیواد کورنۍ جګړې ته د سوله ایزې حل لارې موندلو هڅه شوي دي، خو تر اوسه پوري پکښې بريا نه ښکاري.