1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

په حلب کې د بشارالاسد د مخالفینو پرمختګ؛ هوايي ډګر تړل شوی

۱۴۰۳ آذر ۱۰, شنبه

د سوريې پوځ د شنبې په ورځ وويل چې پر حلب ښار د وسله والو یاغیانو د حملې په جریان کې ېې په لسونو ځواکونه وژل شوي. پوځ زیاتوي چې د ښار ډېرو برخو ته د یاغیانو داخلېدل سبب شو چې دوی خپل ځواکونه وباسي.

د سوريې د حکومت مخالف ځواکونه د نومبر په ۳۰مه سهار وختي د حلب ښار مخه کې
د سوريې پوځ د شنبې په ورځ وويل چې پر حلب ښار د وسله والو یاغیانو د حملې په جریان کې ېې په لسونو ځواکونه وژل شويانځور: ABDULAZIZ KETAZ/AFP

د سوريې پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي چې «د تروریستانو لوی شمېر او د جنګي جبهو زیاتوالی سبب شوي چې زموږ ځواکونه د دفاعي کرښو د تقویت، د ملکیانو او سرتېرو د ژغورنې او یوې ځوابي حملې ته د چمتووالي له پاره د بیا ځای پر ځای کېدو عملیات عملي کړي.»

د سوریې د پوځ دغه اعلامیه په عامه توګه لومړنی اعتراف دی چې مني د تحریرالشام اسلامپالې ډلې په مشرۍ ځواکونو روانه اوونۍ د خپلو پیل کړو ناڅاپي حملو په ترڅ کې د حلب ښار یو شمیر سیمې او دولتې ودانۍ نیولي دی.

دغه وسله والو یاغیانو دغه حملې د بشارالاسد د رژیم له پاره په تېرو څو کلونو کې تر ټولو مهمه ننګونه ښيي، هغه حملې چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د سوريې د کورنۍ جګړې په جبهو کې په پراخه کچه ضعیفې شوې وې.

د بشارالاسد رژيم اسلامپاله مخالفینو د سوريې د دوهم لوی ښار حلب مرکز مهمې نقطې له هغې جملې امنیه قومانداني نیولې دي. د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان ويلي چې د اسد ځواکونو حتی له یو ډز پرته شاتګ کړی دی.

د اسد رژيم مخالفې اسلامپالې وسله والې ډلې، د ېوې چټکې حملې په ترڅ کې د سوريې دوهم لوی ښار، حلب ته داخل شوي دي.

دسوريې د بشري حقونو د څار سازمان مشر، رامي عبدالرحمن، د شنبې په ورځ (د نومبر ۳۰مه) د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د حلب نیمايي ښار اوس د تحریم الشام هېئت او د هغه د متحدو ډلو په کنټرول کې دی.»

د بشارالاسد د رژیم د مخالفې وسله والې ډلې «هېئت تحریرالشام» جنګیالي د ۲۰۲۴مه کال د نومبر په ۲۹مه د حلب ښار په مربوطاتو په یوه نیول شوې سیمه کې انځور: AAREF WATAD/AFP

د عبدالرحمن په خبره، د سوريې دولتي ځواکونو د پام وړ مقاومت ونکړ او «د شاتګ پر مهال هېڅ نښته نه ده شوې او حتی ېوه مرمۍ ېې هم نه ده استفاده کړې.»

د حلب او ادلب ولایتونه د اسد د رژیم د مخالفانو پر ټولو لوی مرکز باندې اوښتي او اوس وسله وال اورپکي د حلب په ګاونډ کې پرتې سېمې، حما او لاذقیه هم نيولي دي.

د روسيې او سوريې جنګي الوتکو حملې

د روسيې هوايي ځواکونو ويلي چې «د غیرقانوني وسله والو ډلو پرسونل او تجهیزاتو ېې بمباري کړي دي.» په مسکو کې د روسيې د دفاع وزارت ویاند وویل چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د روسيې په هوايي حملو کې ۲۰۰ اورپکي وژل شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس هم د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان له قوله چې مرکز ېې په بریتانیا کې دی، ویلي دي چې د تحریر الشام ډلې او د هغوی متحدینو د حکومتي ادارو او محبس په ګډون د ښار ډېرې برخې نيولي دي.

تحریرالشام چې په سوريه کې د القاعدې د پخوانۍ شبکې یوه شاخه ده چې د سوريې پر شمالغربي سیمې ادلب او همدارنګه د ګاونډیو ولایتونو حلب، حما او الاذقیه پر ځینو برخو کنټرول لري. 

یاد آژانس زیاتوي چې تېره شپه د روسیې «جنګي الوتکو د ۲۰۱۶م کال راوروسته د لومړي ځل له پاره د حلب ښار اړوند سیمو کې عملیات ترسره کړل.»

زیاته شوې چې له دغو هوايي حملو سره د وروستیو نښتو تلفات ۳۱۱ ته لوړ شوي دي. رپوټ کې راغلي چې په وژل شوو کې ۱۸۳ ېې د تحریرالشام او د ترکيې له ملاتړه د برخمنو متحدو ډلو غړي، ۱۰۰ عسکر او حکومتي ملیشې او ۲۸ ملکیان شامل دي.

د سوريې پوځ منلې چې د حلب ښار مهمې نقطې مخالفينو نیولي ديانځور: OMAR HAJ KADOUR/AFP

د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان په حواله، د روسيې او سوريې جنګي الوتکو په ادلب کې په مجموع کې د اسد رژیم د مخالفينو پر مرکزونو ۲۳ حملې کړي دي او ډېر شمېر ملکیان وژل شوي دي.

رويترز خبري آژانس د سوريې د درو پوځي سرچينو له قوله ويلي چې د حلب هوايي ډګر او ښار ته غځېدلې ټولې لارې تړل شوي دي. د رويټرز د رپوټ پر اساس، د اسد مخالف شورشیان د حلب ښار مرکز ته رسېدلي دي.

تکتيکي شاتګ

دغه آژانس زیاتوي چې د سوريې پوځ ته د مخالفینو په کنټرول کې راغلو مهمو سیمو څخه د «تکتيکي شاتګ امر» شوی دی.

د وسله والو یاغیانو یو قوماندان، مصطفی عبدالجبار هم رويټرز ته ویلي چې روانه اوونۍ کې د دوی چټک پرمختګ، په حلب کې دایران له ملاتړه د برخمنو ځواکونو د کمښت په نتیجه کې شوی دی. په دغه سیمه کې د ایران متحدین له کله نه چې اسرائيل په غزه کې جګړه پیل کړې په پر له پسې توګه ماتې خوړلي او ضعیف شوي دي.

روسيې پر حلب حمله د «سوريې د حاکمیت نقض» بللی او ترکيې هم پر ادلب او اطرافو ېې شوې حملې، «په سرحدي سیمه کې د نامطلوب کړکيچ تشدیدول» ښودلی دی.

په لبنان کې د ایران سفیر، مجتبی اماني، په حلب کې د «تروریستانو» پرمختګ داسرائيل او حزب الله تر منځ اوربند سره تړلي. هغه ویلي دي چې «اوسمهال د سورېې حکومت لا قوي دی او د روسيې حکومت هم له سوريې دفاع ته لا ډېر ژمن دی. همدارنګه مقاومت جبهه او د ایران هم د سوريې له حکومت او خلکو ملاتړ کوي.»

دویچه وله فارسي/آژانسونه /م.ک.ص./ا.خ.ح.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب