1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې په هکله روسیې، آلمان، فرانسې او ترکیې څه توافق کړی؟

۱۳۹۷ آبان ۶, یکشنبه

د سوریې په هکله د روسیې، آلمان، ترکیې او فرانسې د مشرانو د ناستې پر مهال صدراعظمې انګلا میرکل، په دې هیواد کې سولې ته د رسیدو له پاره د آزادو ټاکنو غوښتنه وکړه. هیله دا ده چې په سوریه کې له اوبند څخه ډیر ګټه پورته شي.

Türkei Vierer-Gipfeltreffen in Istanbul l Thema Syrien
انځور: picture-alliance/AA/c. Oksuz

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې په ۲۷ نیټه) د سوریې په هکله د روسیې، آلمان، ترکیې او فرانسې د مشرانو د ناستې په ترڅ کې پر یو شمیر موضوعاتو توافق شوی. دغه ناسته د ترکیې په استانبول ښار کې وشوه چې پکې ټولو مشرانو په سوریه کې د سیاسي بهیر د غښتلي کولو له پاره د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د آزادو ټاکنو د ترسره کولو هدف مطرح کړ.

تر دغې ناستې وروسته، د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «د دغې سیاسې بهیر په پای کې باید [په سوریه کې] داسې آزادې ټاکنې ترسره شي چې د بې ځایه شویو او مهاجرو په ګډون ټول سوریايان ورته لاس رسی ولري.»

تر دغې غونډې وروسته د سوریې د نوي اساسي قانون په هکله هم د یادو څلورو هیوادونو مشرانو ګډ دریځ درلود. تر ناستې وروسته په خپره شوې ګډه اعلامیه کې د سوریې د نوي اساسي قانون د جوړولو په هکله د روسیې، فرانسې، ترکیې او آلمان ګډ دریځ په واضح توګه بیان شوی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تر ناستې وروسته په دې هکله وویل: «موږ [په سوریه کې] د اساسي قانون له پاره د یوې کمیټې د جوړولو د لړۍ غوښتنه وکړه.»

هغه همدا راز هیله څرګنده کړه چې ښايي دغه کمیټه د روان میلادي کال په پای کې جوړه او په خپل کار پیل وکړي.

انځور: Reuters/M. Sezer

سربیره پر دې، د یادو څلورو هیوادونو د مشرانو په ګډه اعلامیه کې د مهاجرینو د مسئلې او په ادلیب کې د اوږد مهاله اوربند د تأمین پر سر هم تمرکز شوی دی. د سوریې په شمال لویدځ کې پروت د ادلیب ستر ولایت د دې هیواد یوازینۍ هغه سیمه ده چې اوس یې هم ځینې سیمې د یاغیانو په ولکه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت ترکیې او روسیې د ادلیب ولایت په مربوطاتو کې د یوې غیر پوځي سیمې په رامنځ ته کیدو هم توافق وکړ. خو د دغه توافق سربیره، تر ناستې مخکې له دغې سیمې د تاوتریخوالي د پیښو رپوټونه ورکړل شوي دي. د شنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، وویل چې د دوی ترکي ملګري په ادلیب کې خپل اقدامات عملي کوي.

د سوریې په اړه تر دغې ناستې وروسته د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون، بیا د اوربند د تأمین ارزښت ته اشاره وکړه. نوموړي خبریالانو ته وویل: «موږ به په دې برخه کې له ډیرې پاملرنې کار واخلو څو دا ډاډمن شو چې شوي تعهدات عملي کیږي او دا چې اوربند تأمین او وغځیږي.»

اسد خپل اعتماد له لاسه ورکړی

د ترکیې ولسمشر اردوغان له فرصت څخه په ګټې اخیستنې، د سوریې پر ولسمشر بشار الاسد د اعتماد د نه شتون له کبله انتقاد وکړ. اردوغان وویل: «په کور دننه او بهر کې به د سوریې خلک د اسد د سرنوشت په هکله پریکړه وکړي. دغه کار د دغو خلکو نه دی چې دلته اوس موجود دي.»

په سوریه کې روان کړکیچ چې په ۲۰۱۱م کال کې پیل شو، لا هم د دې هیواد ګڼ شمیر سمې ځپي او د سوریې په ګڼ شمیر سیمو کې لا هم دغه راز یو کړکیچ ادامه لري. د دې کړکیچ په پایله کې له ۳۶۰ زرو ډیر انسانان وژل شوي او میلیونونه نور بیا په کور دننه یا بې ځایه شوي او یا له سوریې تیښتې ته اړ شوي دي. له دغه شمیر څخه ګڼ سوریایانو بیا اروپايي هیوادونو ته مخه کړې.

د سوریې په هکله د څلورو هیوادونو د مشرانو پر ناستې باندې د سعودي د رژیم د منتقد خبریال جمال خاشقجي، قتل هم خپل سیوری غوړولی وو. په دې ترڅ کې د آلمان او فرانسې مشرانو د خاشقجې تر وژل کیدو وروسته سعودي عربستان ته د وسلو د صادرولو په تړاو هم بیل نظرونه درلودل. میرکل غواړي چې سعودي عربستان ته د آلمان د وسلو صاردات ودروي او ماکرون بیا د هغې پر دغې پریکړې انتقاد وکړ دغه پریکړه یې عوام غولونه یاده کړه.

پر دغه راز اختلافاتو سربیره، د فرانسې د ولسمشر ماکرون دفتر ویلي چې دواړو مشرانو د سوریې په هکله د دغې ناستې په ترڅ کې د نظریاتو له تبادلې خوند اخیستی او دا چې دواړو لورو توافق کړی څو په راتلونکي کې د سعودي عربستان پر مسئلې باندې د اروپا په کچه همغږی کار او اقدامات وشي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب