1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي غورڅنګ: ناټو دي نه يي-جنګ دي نه يي

۱۳۸۸ فروردین ۱۴, جمعه

دناټو د جوړېدو راهيسې شپېته کاله وروسته دغه سازمان له داسې يو رقيب سره مخامخ شو ی د ی چې تمه يې نه درلوده...

په بادين-بادين کي د ناټو د غونډي په وړاندي سوله ايز لاريون
په بادين-بادين کي د ناټو د غونډي په وړاندي سوله ايز لاريونانځور: AP

د اتلانتيک د دواړو غاړو دغه دفاعي ټلواله د دې دپاره جوړه شوې ده چې د غربي نړۍ له آزادۍ او د هغې له دموکراتيکو اساساتو څخه ساتنه وکړي، په تېره بيا د وارسوا تړون د کمونيستي هېوادونو د يو گواښ په وړاندې، کوم چې په شوروي اتحاد باندې راټول شوي وو. خو ډېر ژر د سولې د غورځنگ فعالينو ناټو نړيوالې سولې ته هم گواښ بالهء نسبت دې ته چې هغه سوله وساتلی شي او مخالفت يې ورسره کاوه. د وېرې د يو توازن يا انډول په وړاندې دغه شعار رامنځته شو چې «سوله بايد بې له وسلو څخه راوستل شي.» دا د فريدنسکووپراتيفه د آلماني شبکې د غړي، مني شتېنر څرگندونې دي:

«ناټو د ثبات د گډوډۍ عامل و، هغه د سړې جگړې لامل وگرځېد، دا هغه تگلاره ده چې دواړه ټلوالې يو بل د منځه وړي او موږ ټول په کې مرو. د ناټو لخوا اتومي گواښونه هم يو لوی خطر و. آسمان به زموږ د سر د پاسه راپرېوتلی وای».

د ناټو پر ضد روحيه تل موجوده وه، خو د شوروي اتحاد تر راپرځېدو وروسته په نوي يمو کالونو کې، د شتېنر په اند، ناټو د دفاعي ټلوالې په څېرخپل حيثيت د لاسه ورکړی دی. اوسنی د Out of Area يا له ساحې دباندې د ماموريتونو کانسپت يا طرحه د شتېنر په اند هيڅ قانونيت نه لري او خطرناک هم دی:

ناټو د خپلې ستراتيژۍ په بدلولو سره داسې ټلواله گرځېدلې ده چې خپلې اقتصادي علاقې د ملگرو ملتونو د ماموريت پرته، د ولسي حقوقو په خلاف د جگړو د لارې چې ډېر ملکي تلفات هم لري، تامينوي».

ځکه نو فريدنسکووپراتيفه يا د سولې شبکه، چې د سولې د بېلابېلو ټولنو د همغږۍ د دفتر په صفت په شتراسبورگ کې کار کوي او لاريونونه تنظيموي او په لاره يې اچوي، دغه غوښتنه لري چې.

ناټو بايد ړنگه کړی شي، د نظامي لارو او جگړې پر ځای نورو امکاناتو ته اړتيا لرو تر څو د نړۍ بېلابېل جدي کړکيچونه حل کړی شو».

نه يوازې د سولې غورځنگ په دې نظر دی چې سوله نه يوازې د جگړو نه شتون ته وايي، بلکه دا چې نړيواله شوې دنيا سره تړلو ځوابونو ته هم اړتيا لري. ناټو د چاپېريال ساتنې او بشر د حقوقو د فعالينو او د نړيوال کېدنې د مخالفينو له طرفه د ستونزه د حل دلارې برخه نهء، بلکه د ستونزو يوه برخه گڼ کيږي. دا په آلمان کې د ATTAC د سازمان يو جوړونکی، وېرنر رېڅ هم وايي:

«ناټو په تېرو شلو کالونو کې وار په وار داسې يوه وسيله گرځېدلې ده چې د نېو ليبرال نړيوال کېدنې له تشدد ډکه اقتصادي نظام پرې ساتل او يا رامنځته کيږي. ځکه موږ د نړيوال کېدنې د يو انتقادي سازمان په توگه په پوځي هلو ځلو باندې نيوکې کوو، او يا يې مخالفت کوو».

په شتراسبورگ او کېل کې د ډېرو لاريونونو او احتجاجي غونډو تابيا نيول شوې ده. خو ټولې دغه پېښې به په يوه سوله يزه فضا کې رامنځته کيږي. وېرنر رېڅ هم په دې ټينگار کوي:

«موږ، د اتک سازمان څرگند مقررات لرو. موږ په خپلو هلو ځلو کې يوازې سوله يزې لارې چارې پلې کوو. موږ په نورو ټولنو کې د دې غوښتنه هم کوو. په شترسبورگ کې هم د احتجاجونو په طرحه کې دغه تړون شوی دی، کنه نو موږ به ونډه په کې نه وای اخيستی. د لاريون پر مهال هم د مهمو برخه اخيستونکو تر منځ دغه موافقه شوې ده».

Arbutina/ محمد نسيم صابر

کتونکی. زيارمل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب