1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سولې بين الافغاني مذاکرات به په یوه اوونۍ کې پيل شي»

۱۳۹۹ مرداد ۲۰, دوشنبه

طالبانو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې د پاتو زندانيانو د آزاديدو د بهير تر بشپړيدو وروسته په يوه اوونۍ کې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته چمتو دي. خليلزاد هم ويلي دي چې بين الافغاني خبرې به راتلونکې اوونۍ په قطر کې پيل شي.

Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «زموږ دريځ روښانه دی که چیرې پاتې زندانيان آزاد شي نو موږ چمتو يوو په يوه اوونۍ کې بين الافغاني خبرې پيل کړو.» هغه زياته کړه چې د خبرو لومړی پړاو به د قطر په پلازمينه دوحه کې درسره شي.

د سولې مشورتي لویې جرگې د يکشنبې په ورځ د طالبانو د پاتو ۴۰۰ زندانيانو د آزادولو پريکړه وکړه. په دې توگه د بين الافغاني خبرو اترو د پېليدو په لار کې پروت ستر خنډ له منځه يوړل شو.

د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد د سولې د مشورتي لويي جرگې پريکړه ستايلې ده. نوموړي پر تويتر ليکلي دي: «د دې زړور گام سره له څلويښتو کلونو وروسته د سولې د تامينولو له پاره يو تاريخي فرصت ممکن شوی، داسې يو فرصت چې د ټولو افغانانو په گټه دی او د سيمې په ثبات او نړۍ په امنيت کې به رول ولوبوي.»

خليلزاد او د افغان حکومت يوې سرچينې د دوشنبې په ورځ (د اگست ۱۰ نيټه) ويلي دي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به د سولې خبرې اترې په يوه اوونۍ کې په قطر کې تر هغه وورسته پيل شي چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ زندانيانو هم آزاد شي. 

زلمي خليلزاد د طالب زندانيانو د آزدولو پريکړه ستايلې دهانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

یوې حکومتي سرچينې رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني به نن، دوشنبه د ورځې په اوږدو کې د طالب زندانيانو د آزادولو فرمان لاسليلک کړي.

د يادې سرچينې له خوا زياته شوې: «ټول دې ته سترگې په لار دي چې ولسمشر غني دغه فرمان لاسليک کړي. اصل پلان دادی چې د چهارشنبې په ورځ [حکومتي پلاوی] دوحې ته سفر وکړي او بيا خبرې د يکشنبې په ورځ پيل شي.»

زلمي خليلزاد چې په فيبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره يوه تړون ته رسېدلی وو، د دې تازه پرمختگ هرکلی کړی دی. نوموړي د تويتر له لارې وويل: «موږ هیله لرو چې په راتلونکو څو ورځو کې د زندانيانو د آزاديدو بهير بشپړ شي او بيا دوحې ته د حکومت مذاکراتي پلاوی سفر وکړي او تر هغه وروسته ژر تر ژره بين الافغاني خبرې  پيل شي.»

طالبانو د خپلو وروستيو ۴۰۰ بنديانو د آزاديدو خبره د سولې په مذاکراتو کې د گډون د شرط په توگه مطرح کړې وه. خو افغان حکومت د دې زندانيانو چې ويل کيږي ځينو یې په تاوتريخوالي کې لاس درلود، د آزادولو په اړه زړه نا زړه وو.

bs/nz (AFP, Reuters)