د سولې دملي مشورتي جرګې دريمه ورځ
۱۳۸۹ خرداد ۱۴, جمعهتر دغه دمه چي د جرګې د محتوياتو څخه خبري كيږي ،داسي ويل كيږي چي تر ډيره حده پوري د استازو او كميټو ترمنځ هماهنگي موجوده ده او د يوې ګډي اعلاميې د جوړولو او خپرولو دپاره يي د قومي او ملي احساساتوڅخه داسي ښكاريږي، چي د جرګي څخه به ښه نتايج ترلاسه سي .
خو په دې منځ كي يو تعدادكسان داسي استدلال كوي چي د جرګې دپريكړو د عملي كولو دپاره كوم تضمين وجود نلري ،ځكه نو يوازي مشوري نسي كولى اوسني بحران ته د پاى ټكى كښيږدي . د سولي د ملي مشورتي جرګي مرستيال مولي قيام الدين كشاف وايي چي په مربوطه كميټو كښي تاوده بحثونه په تودو وطني احساساتو سره روان دي تر څو جرګه ناكامه نسي او استازي تش لاس د جرګي څخه کورو ته ستانه نسي .
ښاغلي كشاف ډاډ وركی چي جرګه به هماغسي چي جنګي اييتلاف دا وخت ډير مشکلات راپيدا كړي دي ، وكولى سي د جنګي اييتلاف په مقابل كي د سولي اييتلاف ايجاد او همداسي فعاله يې وساتي . د جرګي د بحثونو او محتوياتوڅخه داسي ښكاري چي د ملي مشورتي جرګې په اډانه كي به يو دوه سوه كسيزه با صلاحيته كميسيون وټاكل سي، تر څو د دولت دمخالفينو سره د خبرو چاري پرمخ بوزي .
د ولسي جرګې غړی ببرك شينواری چي د سولي د مشورتي جرګې يو ګډون کونکی دى ، د جرګې اتموسفير ښه بولي خو وايي داچي د دولت وسله وال مخالفين ،چي د جرګې په لومړۍ ورځ يې وسله وال عکس العمل هم وښودی او دكابل سره په هيڅ قيمت د سولي خبروته تيار نه دي، او په دې جريان كي داسي شرايط وړاندي كوي چي د منلو وړنه دى .
ببرك شينواری بياهم جرګه د سولي دپاره د لومړي ګام په حيث ښه اقدام بولي .
د دي رپوټ ترليكلو پوري د جرګي د دريمي ورځي په پاى كي د يوې ګډي اعلامي دپاره د28كميټو د نظرياتو پر توحيد چټك كار روان دى ،او داسي آوازې هم سته ،چي كه چيري د نن ورځي په اوږدو كي د جرګې ګډون کونکي يوې نتيجې ته ونه رسيږي ،ښايي د جرګې د كاروخت نورهم اوږد سي .
جمال كوټوال
کتونکي : محمد قاسم نوري