1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې د هوکړه لیک پر وړاندې اصلي خنډونه څه دي؟

۱۳۹۸ آذر ۳۰, شنبه

طالبانو ته نیږدې سرچینې وایې چې د اوربند د څرنګوالي پر سر لاهم د طالب او امریکايي لورو ترمنځ اختلاف نه دی حل شوی. د ښکېلو غاړو ترمنځ د اختلاف نور او اصلي ټکي څه دي؟

Katar Friedensgespräche für Afghanistan
آرشيف انځورانځور: picture-alliance/AP/Qatar Ministry of Foreign Affairs

د قطر پلازمینې دوحه کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ د مذاکراتو ځنډیدو ځینې پوښتنې او اندېښنې را ولاړې کړي. دواړو لورو د خبرو ځنډېدو یو لامل جګپوړو مشرانو سره سلا مشورې ښودلي دي، خو داسې بریښي چې تردې دمه دا مشورې نه دي بشپړي شوي.

«اوربند، د اختلاف اصلي ټکی»

طالبانو ته نیږدې سرچینې وايي، ترڅو چې د اوربند د څرنګوالي پرسر اختلافات هوار نه شي، خبرې نه پيلیږي. یوه پخواني طالب چارواکي اکبراغا چې اوس د خلاصون لارې په نوم د یوې شورا مشري کوي دویچه ویله ته وویل، امریکایان له طالبانو غواړي چې د سولي هوکړه لیک تر لاسلیک مخکې اوربند وکړي.

«تر اوسه چې دا خبرې پاتې دي سبب یې دا دی چې طالبان وايي لومړی باید توافق نامه لاسلیک شي او بیا به د بین الافغاني خبرو په جریان کې اوربند وکړو، خو امریکایان وايي چې د سولي تر توافق او بین لافغاني خبرو وړاندې باید طالبان لس ورځې اوربند وکړي چې طالبانو دا خبره نه ده منلې.»

له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرې هم د امریکایانو یو بل ستر شرط بلل کیږي، خو ښاغلي اکبر اغا وویل اوس پردې خبره د نظر یوالی شته چې د افغانانو خپل منځي خبرې به له امریکایانو سره د هوکړه لیک تر لاسلک کېدو وروسته پيل شي. بل لور ته د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي: «بین الافغاني مذاکرات په هغه صورت کې پيلیږي چې امریکا سره د ټولو خارجي عسکرو د وتلو توافقنامه لاسلیک شي. په بین الافغاني مذاکراتو کې به ټول افغان جهتونه شامل وي، دا زمونږ موقف دی او وخت په وخت مو مطبوعاتو ته ویلی.»

خو آیا امریکا چمتو ده چې په افغانستان کې خپل پوځي شتون پای ته ورسوي؟

د طالب ویاند وروستی ټویټ بیا د امریکا د پوځي چارواکو له هغو څرګندونو سره په ټکر کې دی چې د تېرې جمعې په ورځ یې کړې وې. د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر په واشنګټن کې خبریالانو سره د خبرو پرمهال د یوه شفاف ماموریت پر بنسټ په افغانستان کې د پوځي شتون پر دوام ټینګار کړی: «ترڅو چې امریکا بشپړ ډاډه نه وي ترلاسه کړی چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلیږي،‌ په افغانستان کې به پوځي شتون ولري.«

 پخوانی طالب چارواکی اکبراغا بیا د امریکا د جګپوړو پوځي چارواکو وروستۍ څرګندونې د حیرانتیا وړ بولي، ځکه پر وینا یې امریکا ان د سولي خبرو له بریا پرته هم له افغانستانه د خپلو سرتیرو اېستلو ته چمتو ده.
 

د سولې د خبرو اترو له پاره د بودجې تاییدول او د طالبانو غبرګون

د امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی چې د امریکا کانګرس طالبانو سره د سولی د مذاکراتو لګښت له پاره ۱۵ میلیونه ډالره بودجه تاییده کړې ده. رپوټ زیاتوي چې د دې پیسو یوه برخه به طالبانو ته په غیرمستقیم ډول د مرستو په توګه ورکړل شي. خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین بیا دا رپوټ رد کړی دی.

ښاغلي شاهین پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «د ځينو رسنیو دا خبر چې د امریکا کانګریس د اسلامي امارت د مرکچیانو د لوجستیکي مصارفو لپاره بودجه منظوره کړې ده، حقیقت نلري او نه مخکي داسې شوي. یوازې د ذهنونو د مشوش کولو لپاره یې خپور کړی. که امریکې د خپل ټيم د مصارفو لپاره منظور کړې وي، هغه د دوی کار دی، په اسلامي امارت پورې اړه نلري.»

دوه اونۍ وړاندې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې یوځل بیا هغه مهال ودرېدلې کله چې بګرام پوځي اډې ته څېرمه د طالبانو موټر بم برید یوه میرمنه ووژله او لسهاوو کسان یې ټپیان کړل.

خو د دې ټولو ستونزو سره سره هم افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په خپل یوه وروستي ټویټ کې ویلي دي چې د سولې بهیر یو مهم پړاؤ ته نیږدې شوی او کابل ته وروستی سفر یې ګټور ؤ.

اسماعیل شاکر – کابل

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل