د سولې نړيواله ورځ
۱۳۸۵ مهر ۱۲, چهارشنبهد ملگروملتونو د غوښتنې پربنسټ، ښايي چې د سولې نړيواله ورځ د يوې داسې ورځې په توگه ولمانځله شي، د کومي په ترڅ کې چې » په ټوله نړۍ کې اوربند او له زورزياتي اوتشدد څخه کار نه اخيستل برلاسي وي او د نړۍ له ټولوهيوادونواو ولسونوڅخه غوښتنه کيږي چې، په دې ورځ خپلې دښمنۍ ودروي. « د ملگروملتونوپه نوموړي پريکړه ليک کې، د نوروترڅنگ، له دولتونو، نړيوالو او غيردولتي ټولنوڅخه غوښتنه کيږي چې د نړيوالوپاملرنه، د سولې نړيوالې ورځې ته ورواړوي او له ملگروملتونوسره په گډه، د نړيوال اوربند پلوي وکړي.
د ملگروملتونوهرکلنۍ غوښتنې
ملگري ملتونه د هرميلادي کال د سپټمبر د ٢١ نيټې لپاره، د دغوجلاجلا ټکو وړانديزکوي:
- د يوې ورځې لپاره د جنگي عملياتو درول،
- نړيوالوخيريه ټولنوته د جگړوپه سيموکې د خلکو د پالنې امکان ورکول، پرته لدې چې ځان اوژونديې له خطرسره مخامخ شي،
- د سولې لپاره خبرواتروته اجازه ورکول، بې لدې چې په عين وخت کې جنگي عمليات هم سرته ورسيږي
- او په دې توگه د سولې لپاره يوه قوي نښه ښوول.