د سويلي افريقا په سوېټو کي ۱۵ کسان په ډزو ووژل سول
۱۴۰۱ تیر ۱۹, یکشنبه
د پوليسو په وينا دغه پېښه په سوېټو ښار کي رامنځته سوېده. زياته سوې چي ډزي د داسو کسانو له خوا تر سره سوي دي چي توپکونه او توپنچې ورسره وې. پوليسو ويلي دي چي دغه پېښه د نيمه شپې له تېرو څخه لنډ وخت وروسته وسوه. زياته سوې چي نامعلومو کسانو چي شمير يې تر اوسه لا نه دی څرګند د خلکو په منځ کي ډزي وکړې، بېله دې چي په ظاهري توګه کوم ځانګړی کس يې هدف وي.
سويلي افريقا د نړۍ يو له تر ټولو بې امنيته هيوادونو څخه ګڼل کيږي دا ځکه چي په دغه هيواد کي هرکال تقريبا ۲۰ زره انسانان قتل کيږي.
سووېټو و مشهور ښار يوهانس بورګ ته ډېر نژدې دی. دغه ښار د هيواد يو له تر ټولو لويو هغو سيمو څخه دی چيري چي تورپوستي اکثريت لري. په سويلي افريقا کي په ۱۹۹۴ کال د اقليت سپين پوستو واکمني پای ته ورسېدله. خو د زياتي بېوزلۍ او بې روزګارۍ له کبله په دغه هيواد کي له نژدې تيرو درو لسيزو راهيسي وضعيت ښه نه دی.
ځايي رسنيو خبر ورکړی دی چي په پيېترماريڅبورګ نومي ښار کي هم په ډزو کي څلور کسان وژل سوي دي. دغه ښار له سووېټو څخه په شمال ختيځ کي په ۵۰۰ کلومترۍ کي واقع دی. د رويټرز خبري آژانس د خبر له مخي په سمدلاسه توګه پوليس دې ته نه سول حاضر چي د دغې پيښي پخلی وکړي.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.