1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په سويډن کې پارلماني انتخابات ترسره کيږي

۱۳۹۷ شهریور ۱۸, یکشنبه

په اروپايي هيواد سويډن کې نن يکشنبه (د سپتمبر ۹مه) پارلماني انتخابات ترسره کيږي. په دغو انتخاباتو کې د مهاجرو ضد ښي اړخي ګوند «سويدن دموکراتيک» له لوري د ډيرو څوکيو ګټلو د امکان وړاندوينه شوې ده.

Schweden Stockholm Wahlzettel
انځور: Reuters/I. Kalnins

د سويډن پارلمان ټول ټال ۳۴۹ څوکۍ لري. سويډن هم يو د هغو څو اروپايي هيوادونو په ډله کې راځي چې په ورستيو کلونو کې په کې د توکم پرستۍ مسئله ډيره شوې ده. د چارو کارپوهانو په حواله، په روانو انتخاباتو کې ښي اړخه عوامپاله ګوند «سويدن دموکراتس» به وشي کړای د تير په پرتله ډيرې څوکۍ وګټي.

په دغو انتخاباتو کې په مجموعي توګه په شرايطو برابر ۷ اعشاريه ۴ ميليونه رای ورکونکي ګډون کوي. د رايو مرکزونه په سيميز وخت د سهار له ۸ بجو څخه خلاص شول او د رای اچونې بهير به د نن ماښام تر ۸ بجو پورې ادامه ولري. رايې ورکونکي به د پارلمان سربيره، شلو محلي شوراګانو او ۲۹۰ علاقه داريو له پاره د خوښې نوماندانو ته رايې ورکوي.

له انتخاباتو څخه د مخه ترسره شوې نظرپوښتنې ښيي چې د صدراعظم ستيفن لووين په مشرۍ سياسي اتحاد «الاينس» چې د څلورو محافظه پالو ګوندونو څخه جوړ دی، له ښي اړخ ګوند څخه يو څه بيرته دی. 

داسې ښکاري چې  لوفن دې هيڅکه هم دومره يوازې شوی نه وي. ښي اړخي ګوندونو د هغه پر مهاجر پلوه سياست سختې نيوکې لرلي دي چې وروسته کين اړخي ګوند هم د هغه د مهاجرت سخت سياست له وجې ورڅخه ځان فاصله ونيوله.

داسې هم ويل کيږي چې د ښي اړخو په محبوبیت کې زياتيدل د مهاجرو سره د هغوي د مخالفت له وجې نه بلکه په اصل کې خلک د سوسيال دموکراټانو له سياست څخه ناراضه دي. په سويډن کې د دوستۍ کميټې مشر او سياسي څیړونکی حبيب الله غم خور بيا موافق نه دی. هغه په دې اړه دويچه ويله سره په خبرو کې داسې وويل« کيدای شي ناراضه به وي [له سوسيال دموکراتانو څخه]، خو دا اوس چې زه په مرکزونو کې ګورم، سوسيال دموکراټانو ته ډير خلک، مهاجر راېې ورکوي.»

له څلورو محافظه پالو ګوندو څخه جوړ اتحاد غواړي د بريا په صورت کې د منڅپاله ګوند مشر اولف کرسترسن لمړی وزير کړي.انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Probst

غم خور وويل چې سوسيال دموکرات يو نامتو ګوند دی چې کلونه کلونه په حاکميت پاتې ده: «يوه خبره چې نه يوازې بهرنيان بلکه خپله سويدنيان يې هم ورباندې نيوکه کوي دا ده چې سياسي ګوندونه دغه ډول غونډې او بحثونه يوازې د انتخاباتو پر وخت کوي په داسې حال کې چې بايد دوي د حکومت په ټوله څلور کلنه دوره کې د خلکو سره نژدې روابط او اړيکې ولري.»

دا چې د سويډن ډيري اوسيدونکي به د مهاجرو ضد عوامپاله ګوند ته راي ورکړي په دې اړه هم غم خور مخالف نظر لري، هغه وويل: «زه فکر نه کوم.»

د آلمان خبري آژانس (دي پي اې) په حواله، د سويدن د نوي حکومت جوړيدل به يو پيچلی او ستونزمن کار وي، ځکه په روانو انتخاباتو کې د هيڅ ګوند له لوري د غوڅ اکثريت رايو ګټلو امکان نه ليدل کيږي.

د نظرپوښتنو پر اساس، سوسيال دموکرات ګوند او د هغه اتحادي، زرغون ګوند، چې په حکومت کې د «کيڼ اړخو» ملاتړ هم له ځانه سره لري، په خلکو کې يې محبوبيت په نسبي ډول لږ شوی دی.

د سويډن په انتخاباتو کې ۷،۴ ميليونه کسان رايې ورکوي چې د سهار له ۸ بجو پیل او د ماښام تر ۸ بجو به ادامه ولرې.انځور: Reuters/I. Kalnins

بل لور ته د «الاينس» يا متحدينو اتحاد ولاړ دی چې هڅه کوي په انتخاباتو کې بريا ترلاسه کړي. دغه اتحاد له څلور محافظه پالو ګوندونو منځلاري، ليبرال، سېنټر يا مرکزي ګوند او مسيحي دموکرات څخه جوړ دی. دغه اتحاد غواړي د مادرېت يا منځلاري ګوند مشر اولف کرسترسن د سويډن لمړي وزير کړي.

د دغو ټولو سره سره د دغو سياسي مبارزو په حاشيه کې توکم پرسته او د مهاجرت ضد ګوند «سويدن دموکراتیک» هم موجود دی. د دغه ګوند په اړه داسې اټکل کيږي چې په پارلمان کې به يې د څوکيو شمير يو څه ډیر شي. ياد ګوند د ۲۰۱۴م کال په پارلماني انتخاباتو کې ۱۳ سلنه رايې ګټلې وې. د مهاجرت موضوع او په سويډن کې د جرمونو کچې لوړيدل مرسته کړې ده چې په خلکو کې د دغه ګوند محبوبيت په کافي اندازه ډیر شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب